1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو: بریدونه به دوام وکړي

مسعود جهش (AP, dpa, AFP, Reuters)۱۳۹۳ تیر ۲۱, شنبه

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، ویلي دي چې هغه به د غزې پر تراړې باندې هوایي بریدونو ته دوام ورکړي ترڅو پر اسرائیل باندې د توغندیو د بریدونو مخه ونیسي. هغه دې سیمې ته د سرتیرو د استولو امکان نه دی رد کړی.

https://p.dw.com/p/1Cbko
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images

اسرائیلي جنگي الوتکو پر فلسطیني سیمو باندې د شنبې په ورځ هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. تر اوسه د دغو بریدونو له کبله لږ تر لږه ۱۱۲ کسان وژل شوي دي.

د غزې په تراړه کې د بیړنیو خدمتونو یوه ویاند اشرف القدرا، ویلي دي چې یوازې د شنبې ورځې سهار وختی د هوایي بریدونو په پایله کې پنځه فلسطینیان وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې دوه تنه نور د فلسطین په یوې بلې سیمې کې هم وژل شوي دي.

له سه شنبې ورځې راهیسې فلسطیني یاغیانو هم پر اسرائیل باندې له ۵۴۰ څخه زیات توغندي توغولي دي خو تر اوسه پورې د دغو توغندیو له کبله په اسرائیل کې د چا د وژل کیدو خبر نه دی ورکړل شوی. له فلسطین څخه د توغول شویو توغندیو له کبله څو تنه اسرائیلیان ژوبل شوي دي.

د فشارونو ډیرول

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیمین نتانیاهو، په یوه خبري کنفراسن کې وویل چې د هوایي بریدونو له لارې به د حماس پر ډلې خپلو بریدونو ته دام ورکړي.

نتانیاهو هوايي بریدونو ته په اشاره کولو سره وویل: «موږ به هغه وخت دغه بریدونه بند کړو چې خپلو هدفونو ته ورسیږو.» هغه روښانه کړې ده چې هدف یې د «سولې او ارامي» بیا رامنځ ته کیدل دي. نتانیاهو ټینگار کړی دی چې نړیوال فشارونه به یې مخه و نه نیسي: «هیڅ ډول نړیوال فشار به له ټول قدرت سره زموږ د اقداماتو مخه و نه نیسي.»

تر اوسه پورې پر اسرائیل باندې د بریدونو له کبله کوم ډول نړیوال فشار نه دی رامنځ ته شوی خو د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو د بشري حقونو یوې چارواکې وویل چې پر فلسطین هوایي بریدونه کیدای شي چې نړیوال قوانین مات کړي.

د بشري حقونو کمیشنرې ناوي پیلي وویل: «موږ ډیر خواشینوونکي رپوټونه ترلاسه کړي دي چې پر کورونو باندې د هوایي بریدونو له کبله د ماشومانو په گډون ډیرو ملکیانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.»

خو نتانیاهو د ملکي تلفاتو پړه پر حماس باندې اچولې ده او ویلي یې دي چې د دغې ډلې غړي په کورنو کې پټیږي. هغه د ځمکني برید په اړه ویلي دي: «موږ هر امکان ارزو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب