نتانياهو له ايران څخه د نړیوالې ټولنې غوښتنې بې اثره بولي
۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبهاعلان
د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتانياهو، د ايران د اتومي پروګرام په اړه د ملګروملتو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو او المان غوښتنې بې اثره بولي.
نيتانياهو د چهار شنبې په ورځ المانۍ ورځپاڼې بيلد ته ويلي دي چې دغو شپږو هيوادونو د دې له پاره چې هرومرو يوه پایله په لاس راوړي، خپلې غوښتنې راکمې کړي دي. هغه زیاته کړې ده چې دا هیوادونه غواړي چې له دې لارې هڅه وکړي چې د خبرو اترو د ناکامۍ مخه ونیسي.