1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایروبي کې چاودنې یو تن وواژه

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15jsM

د کینیا په پلازمینه نایروبي کې د گڼې گوڼې په یوه کوڅه کې د بمي چاودنې له کبله یو تن وژل شوی دئ. چارواکي داسې وایي چې کیدای شي وژل شوي کس له ځانه سره چاودیدونکي توکي انتقالول، خو پولیس بیا وایي چې دوی لا هم په پلټنو بوخت دي.

دغه چاودنه تیر ماښام ناوخته د یوې پوځې اډې تر څنگ رامنځ ته شوې ده. د ځایي پولیسو مشر ویلي دي چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې آیا پوځي اډه یا سرتیري د دغه چاودنې هدف ول او که نه.

تیر کال د نایروبي د ښار مرکز د لاسي بمي چاودنو شاهد وو. په سومالیه کې د الشباب په نوم اسلامي ډلې په کینیا کې د چاودنې اخطارونه ورکړي دي، خو دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې د لاسي بمونو چاودنې او یا د تیرې ورځې چاودنه د الشباب د ډلې له خوا تر سره شوې ده او که نه.