1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو ښايي په افغانستان کې خپلي اوسنۍ اډې وساتي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ خرداد ۲۶, چهارشنبه

ناټو د چهار شنبې په ورځ موافقه وکړه چې په افغانستان کې خپل حضور وساتي. په دې سره امریکا متحدو ایالاتو ته هم د دې زمینه برابره شوې ده چې په افغانستان کې د خپلو اوسنیو میشتو سرتیرو شمېر راکم نه کړي.

https://p.dw.com/p/1J767
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگانځور: picture-alliance/dpa/V.Mayo

د اوسني پلان له مخې به ولسمشر اوباما د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر له ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راکښته کړي او بیا د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې په دې هیواد کې یوازې د خپلو دیپلوماتیکو ماموریتونو او سفارت د ساتنې له له پاره سرتیري پریږدي.

خو ډیر شمیر امریکايي قومندانانو له ولسمشر اوباما څخه غوښتي چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیري شمیر را کم نه کړي، ځکه په دې هیواد کې د طالبانو بریدونه ورځ تر بلې ډېريږي.

د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې د غونډي پر مهال په افغانستان کې پاتېدو ته زرغون څراخ وښود. د بریتانیا د بهرنيو چارو وزير فایکل فالن، وویل: «دا له افغانستان څخه د وتلو ښه وخت نه دی.»

هغه ګواښ وکړ چې په افغانستان کې د ستونزو د رامنځته کیدو له کبله په زرونو مهاجر اروپا ته راشي او په دغو هیوادونو کې موجود د مهاجرت ستونزه به لا پراخه کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې امریکایي سیال یې ورته د تړلو دروازو تر شا غونډه کې ویلي دي چې اوس امریکا متحد ایالات په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیر په اړه کره کتنه کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، بیا خبریالانو ته د دې موضوع له تائيدېدو څخه ډډه کړې ده. هغه ویلي دي چې دا د بحث موضوع نه ده او ولسمشر اوباما به یوازي د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره ورته پریکړه وکړي.

د ناټو سرمنشي هم ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د ناټو ډیرو غړو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به خپل پوځي حضور وساتي. هغه ویلي دي: «په سیمه ایز حضور سره به موږ د افغان امنیتي ځواکونو سلاکارۍ، روزني او همکاري ته دوام ورکړو، ځکه موږ د افغانانو ملاتړ ته ډیر ژمن یو.»

یو دیپلومات خبریالانو ته د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې ناټو به همداراز تر ۲۰۲۰م کاله پورې د افغان امنیتي ځواکونو اوسنی شمیر ساتلو له پاره هر کال څه نا څه پنځه میلیارده ډالر مصرف کړي.