1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د القاعدي یو بل لوړپوړی غړی وواژه

۱۳۹۱ خرداد ۹, سه‌شنبه

د ناټو ځواکونو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د کونړ په ولایت کې ئې د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د القاعدي د ډلې یو بل مهم غړی وژلی دئ. دا په داسې حال کې ده چې د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي د پېښې په اړه معلومات نه لري.

https://p.dw.com/p/153kR
انځور: AP

ناټو ویلي دي چې وژل شوی کس سخر الطایفي نومیده چې د یکشنبې په ورځ د کونړ په ولایت کې د هغوی له خوا ووژل شو.
ناټو زیاته کړې ده چې الطایفي همداراز د مشتاق او نسیم په نومونو هم مشهوره وو او د افغانستان او پاکستان تر منځ به ئې مکرر سفرونه کول. د ناټو په حواله دغه سړي به په افغانستان کې میشتو یاغیانو ته د القاعدي د مشرۍ پیغامونه رسول.

ناټو ویلي دي چې الطایفي په افغانستان کې د بهرنیو یاغیانو قومانده پر غاړه درلوده او د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد به ئې بریدونه کول. د ناټو په خبره الطایفي د افغانستان شرقي سیمو ته وسلې، تجهیزات او ټول افغانستان ته به ئې یاغیان رسول.

د کونړ ولایت د والي ویاند واصف الله واصفي، له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې هغوی په دې اړه ډیر معلومات نه لري. هغه زیاته کړه چې دوی ته د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ ولسوال خبر وکړی دئ چې د ناټو په بمباریو کې د قوماندان طلحه له ډلې څخه دوه تنه وژل شوي دي:

«د ولسوال په وینا د ناټو په هوایي برید کې د قوماندان طلحه په گروپ پورې تړلي دوه کسان وژل شوي دي. دغو کسانو غوښتل چې مهمات له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي. دا چې په دې برید کې د القاعدي کوم لوړپوړی چارواکی وژل شوی دئ او که نه، موږ ئې په اړه معلومات نه لرو.»

د والي ویاند وویل دا چې په کونړ کې دې د القاعدي لوړپوړي چارواکي میشت وي، دوی ئې په اړه معلومات نه لري. د والي ویاند په کونړ ولایت کې د طالبانو شتون تائید کړ.

هغه په دې ولایت کې میشت طالبان پر دوو برخو وویشل لومړۍ برخه هغه طالبان چې له دولت سره ډیر مخالفت نه لري خو د هغه په خبره دویمه برخه طالبان ډیر بهرنیان وي چې په ترهگرو بریدونه لاس پورې کوي.

د واصفي په خبره د کونړ ولایت امنیت ته تر ټولو لویې ستونزې پولې ته په نزدو سیمو کې رامنځ ته کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم