1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په کنړ کي مو د القاعدې يو مهم قوماندان وژلي

۱۳۸۹ مهر ۸, پنجشنبه

ناټو په ختيځ افغانستان کي د القاعدې د تروريستي شبکې د يوه عمده قوماندان د وژلو ادعا کوي.

https://p.dw.com/p/PQMp
د ناټو وينا پاڼه کاږي چي عبدالله عمر قريشي سيمي ته د بهرينو جنګيالو په راوستلو او د هغوی په سمبالولو کي مهم رول درلود.
د ناټو وينا پاڼه کاږي چي عبدالله عمر قريشي سيمي ته د بهرينو جنګيالو په راوستلو او د هغوی په سمبالولو کي مهم رول درلود.انځور: AP

په کابل کي د دويچه ويله خبريال ته د ناټو په يوه استول سوې وينا پاڼه کي راغلي چي عبدالله عمر قريشي يي د يوه هوايي ګزار پر مهال د کنړ ولايت په کورنګل دره کي له منځه وړی دی.

کورنګل د کنړ هغه غرنيزه دره ده چي دوبی او ژمی په ځنګولو پوښل سوې وي او څو مياشتي دمخه پکښي امريکايي سرتيرو خپله هډه پريښوده.

دغه هډه د امريکايي سرتيرو تر وتلو وروسته طالبانو ولکه کړې ده.

د ناټو وينا پاڼه کاږي چي عبدالله عمر قريشي سيمي ته د بهرينو جنګيالو په راوستلو او د هغوی په سمبالولو کي مهم رول درلود.

ناټو د القاعدې ډلي د دغه وتلي قوماندان وژنه په سيمه کي د ثبات دپاره يو مهم ګام بولي او خپل دغه ګزار يي د القاعدي سازمان پر ضد يو بری گڼلی.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د يو نا معلوم ځای څخه په تليفون سره پر ګورنګل دره باندي د ناټو ځواکونو بريد نه تايد او نه يې هم رد کړی.

مجاهد ويلي دي چي، نه سي ويلای چي هلته بريد سوی او بيا دي پکښي د القاعدې ډلي دغه قوماندان وژل سوی وی.

کنړ د افغانستان په ختيځ کي د پاکستان سره پر پوله پروت ولايت دی چي پکښي امنيتي حالت تر ډيره ډاډمن نه دی.

په هغه ولایت کي چي وخت نا وخته پر بهرنيو سرتيرو د بريدونو خبرونه تر لاسه کيږي امريکايي سرتيري ځای پر ځای دي.

د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په بريد کي دوې ورځي وړاندي په شمالي وزيرستان کي هم د افغانستان او پاکستان د پاره د القاعدې مشر شيخ فاتح وژل سوي و.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل