1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې پریکړه پر ناټو اغیزه نه لري

۱۳۹۰ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

که څه هم کارپوهان وایي چي له افغانستان څخه د فرانسې د تر وخت مخکي راوتلو پریکړه کیدای شي چي د ناټو نور غړي هم دې ته وهڅوي چي په راوتلو کي بیړه وکړی، خو راسموسن وایي چي د ناټو په پلان کي بدلون نه دئ راغلی.

https://p.dw.com/p/13tSO
د پلان له مخي به ناټو خپل ټول جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه راوباسي.
د پلان له مخي به ناټو خپل ټول جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه راوباسي.انځور: AP

د ناټو سرمنشي اندریس فوخ راسموسن، د دوشنبې په ورځ وویل چي ناټو به د خپل پلان له مخي کار وکړي او له افغانستان څخه به خپل ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري راوباسي.

راسموسن زیاته کړې ده چي د امنیت د انتقال په بهیر کي به د لویو ښارونو امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته وسپارل شي. د هغه په خبره د انتقال د بهیر وروستی پړاو به د ۲۰۱۳ کال په منځ کي پیل شي. راسموسن ویلي دي: «موږ به د خپل هغه پلان له مخې کار وکړو چي په ۲۰۱۰ کال کي د ناټو په غونډه کي ورباندي پریکړه وشوه. د دغه پلان له مخي د افغانستان امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته سپارل کیږي. دا بهیر په ځینو ځایونو کي پیل شوی دئ چي هیله لرو د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې بشپړ شي.»

راسموسن دا خبره هم روښانه کړه چي د فرانسې پریکړه د ناټو پر مهالویش کومه اغیزه نه لري. له هغه وروسته چي فرانسي اعلان وکړ چي له افغانستان څخه به یو کال مخکي ووځي آلمان او انگلستان وویل چي د ناټو د عمومي پلان له مخي به له افغانستان څخه خپل سرتیري راوباسي.

راسموسن له فرانسي څخه وغوښتل چي د ناټو د پلان له مخي له افغانستان څخه ووځي.
راسموسن له فرانسي څخه وغوښتل چي د ناټو د پلان له مخي له افغانستان څخه ووځي.انځور: dapd

دا په داسي حال کي ده چي تیره اونۍ فرانسې اعلان وکړ چي له افغانستان څخه به خپل ځواکونو تر ټاکلي پلان یو کال مخکي راوباسي. کارپوهان وایي چي دا کیداي شي د ناتو نور غړي هم دې ته وهڅوي چي له افغانستان څخه په وتلو کي بیړه وکړي.

د سپینې ماڼۍ یو پخواني چارواکي او د اتلنتیک د شورا مشر دیمن ویلسن، وایي چي نیکولای سرکوزي له خپل اعلان سره د ناټو مخکیني پلان له کواښ سره مخامخ کړ.

د دغه چارواکي په خبره متحده ایالات به د ناټو د دفاع د وزیرانو په راتلونکي غونډه کي خپل ملګري دې ته وهڅوي چي له افغانستان څخه په وتلو کي بیړه و نه کړي.

سرکوزي ویلي دي چی سرتیري به ئې د ۲۰۱۳ کال تر پایه له افغانستان څڅه ووځي.
سرکوزي ویلي دي چی سرتیري به ئې د ۲۰۱۳ کال تر پایه له افغانستان څڅه ووځي.انځور: picture-alliance/dpa

فرانسې له هغه وروسته له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د تر وخت مخکي راایستلو اعلان وکړ چي د افغانستان په کاپیسا ولایت کي یوه افغان سرتیري پر خپلو فرانسوي روزونکو ډزي وکړي او د څلور فرانسویانو پر وژلو سربیره ئې ډیر شمیر نور ټپیان کړل.

کارپوهان وایي که څه هم نیکولای سرکوزي په وروسیتو کلونو کي له متحده ایالاتو سره د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅه کړې ده خو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وخت مخکي راایستلو پریکړه ښایې د دواړو هیوادونو تر منځ ستونزي راپورته کړي.

والستریت ژورنال ورځپاڼي ویلي دي چي سرکوزي د خپل هیواد دننه فشارونه او غوښتنې په پام کي ونیولي او له همدي کبله ئې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وختي راایستلو پریکړه وکړه.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب