1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په شپږو مياشتو کي دندې افغان چارواکو ته سپارل غواړو

Hasselbach, Christoph۱۳۸۹ اردیبهشت ۴, شنبه

د تالين په غونډه کي د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران پداسي يوه پلان همږغه سوي دي چي له مخي يې هغه د روان مېلادي کال د نوامبر څخه د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته سپارل پېلول غواړي.

https://p.dw.com/p/N5Tv
د شمالي اتلانتيک د تړون عمومي مشر انډرس فوغ راسموسن
د شمالي اتلانتيک د تړون عمومي مشر انډرس فوغ راسموسنانځور: AP

د ناټو اکثره غړي هېوادونه، چې د افغانستان په ماموريت کې ونډه لري، د خپلو ولسونو له اړخه تر ډېر فشار لاندې راوستل کيږي او ورته ويل کيږي، چې خپل عسکر دې له افغانستان څخه وباسي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستروېله حتی يو نسبي مهال وېش لري.


»موږ نه غواړو چې ډېر وخت په افغانستان کې پاتې شو. دا په دې معنا ده چې سږ کال، يعنې د کال په پای به ورو ورو د امنيت په برخه کې مسووليت افغانانو ته سپارو. موږ غواړو د راتلونکي کال په پای کې دې ته ورسېږو چې د آلماني عسکرو شمېر کم کړای شو او تر ۲۰۱۴ م کاله پورې هڅه وکړو د ولسمشر کرزي هغه هدف ته ورسېږو چې وايي د افغانستان د امنيت بشپړ مسووليت هغوی ته ورکړل شي.»


د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن په خپل وار دغه ډول مهالوېشونه او تګلارې نه خوښوي. د هغه په اند به ماموريت هومره وخت دوام وکړي چې اړتيا ورته ليدل کيږي.


»زه تاسو سره ژمنه کوم چې له افغانستان څخه وتل شرطونو پورې تړلې خبره ده او وخت او زمان پورې بايد اړه ونه لري. موږ هرومرو دغه غوښتنه لرو چې مسووليت دې افغانانو ته ور وسپارل شي، خو موږ نه غواړو او نه شو کولای چې مسووليت ورکړو، مخکې له دې چې سل په سلو کې ډاډه شو چې افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري چې دغه اصلي مسووليت هم واخيستلای شي.»


په دې لړ کې د اصلي مسووليت خبره تعيينونکې ده. ځکه چې د راسموسن په وينا به د ناټو د عسکرو ملاتړ ته هم ضرورت وي، کله چې هغوی به اصلي مسووليت افغانانو ته ورسپارلی وي. زياته يې کړه چې دی نه غواړي په افغانستان کې د لويديځ د حضور د پای ته رسېدلو لپاره يوه دقيقه نېټه وټاکي.


په تالين کې د ناټو غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې نورې مهمې موضوعګانې له روسيې او بوسنيا هرسېګوينا سره د ناټو د اړيکو مساله وه. راسموسن له روسيې څخه هيله وکړه چې د ناټو ټلواله دې نور د يو ګواښ په ډول ونه ګڼي. د بوسنيا هرسېګوينا په برخه کې په ناټو کې د دغه هېواد دغړيتوب په اړه خبرې وشوې.

ليکونکی: هسل باخ/نسيم صابر

کتونکی: احمدولي اڅکزی