1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په روان کال کي به په افغانستان کي بريدونه نورهم ډير سي

۱۳۸۶ بهمن ۳۰, سه‌شنبه

په اروپاکي د ناټو قوماندان John Craddock نن په بروکسل کي وويل چي په روان ميلادي کال کي به په افغانستان کي پر بهرنيو پوځي ځواکونو باندي يرغلونه لاډير سي.

https://p.dw.com/p/DK70
د شمالي اطلس د دفاعي تړون د غړو هيوادونو یا ناټو نښان
د شمالي اطلس د دفاعي تړون د غړو هيوادونو یا ناټو نښان

نوموړي زياته کړه: طالبان به ددغه تاکتيک څخه په کار اخستلو سره دايتلافي پوځي ځواکونو د حضور د ډېرېدو په وړاندي غبرګون وښي. John Craddock پر ځانمرګي بريدونو سربېره د سړکونو پر غاړه د ايښوول سوو بمونو له امله، چي د ريمونټ کنټرول په واسطه چول کيږي، اخطار ورکړی.

هغه زياته کړه: طالبانو ته دا معلومه سوې ده، چي د ناټو سرتيري په مخامخ جنګ نسي اخته کولای.

په اروپا کي د ناټو سر قومندان John Craddock په عيني حال کي د ناټو د غړو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه، چي ډير ژر نور سرتيري افغانستان ته ولېږي. نوموړي وويل: پر اکتشافي وسايلو سربيره، دوو سوو تنو نورو سرتيرو ته اړتياسته.