1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په افغانستان کي د سولي د راتلو د پاره د پاکستان رول مهم دی

۱۳۸۹ تیر ۳۱, پنجشنبه

د ناټو عمومي منشي آندرز فوګ راسموسن وايي چي ناټو بايد د پاکستان سره ژوري اړيکي وپالي ځکه دغه هيواد په سیمه کي ډير مهم نقش لري.

https://p.dw.com/p/ORLr
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسنانځور: AP

د ناټو عمومي منشي آندرز فوګ راسموسن وايي چي ناټو بايد د پاکستان سره ژوري اړيکي وپالي.

راسموسن پرون په اسلام آباد کي دپاکستان دبهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي سره په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل« دابه زما يوه ژوره هيله يي چي د پاکستان سره دناټو سياسي او پوځي اړيکي نور هم پراختيا پيدا کړي.»

ځکه چي دلويديځو هيوادونو له نظره په افغانستان او هم په سيمه کي دسولي او ثبات د تامينولو او ژغورلو په لاره کي پاکستان يو کليدي نقش لوبوي.

د پاکستان شمال لويديځه سيمه چي له افغانستان سره اوږده پوله لري، د القاعده شبکې او طالبانو مهمه هډه بلل کيږي، او د افغانستان دطالبانو د پاره هم دغه سيمه څه داکمالاتو له نظره او څه دپر شاتګ دپاره يومهم نقش لوبوي.

اسلام آباد ته د راسموسن دسفره څخه دوې ورځي د مخه د امريکا د متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن هم پاکستان ته تللي وه او هلته يې ويلي ول چي د پاکستان سره به ددوﺉ ملګرتيا دوامداره وي.

د ناټو عمومي منشي اندر فوګ راسموسن په اسلام آباد کي د پاکستان د بهرنیو چار د وزير شاه محمود قريشي سره داخبر هم کړې، چي نړیوال ځواکونه به په بيړي سره د افغانستان څخه نه وزي.

هغه ويلي دغه ډول پرېکړه به په اصطلا دنېټې او تقويم له مخه نه، بلکي دهغه ژمنو له مخه يي چي، لويدیځو هیوادونو کړې.

د راسموسن په خبر ه د افغانستان څخه به دبهرنيو ځواکونو د وتلو اساسي شرط داوي چي، په افغانستان او سیمه کي سوله او ثبات خوندي پاته سي او د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان ګټه وانخلي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل