1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو پر حقاني پوځي فشار جاري ساتي

۱۳۹۰ آبان ۱۲, پنجشنبه

د ناټو عمومې منشي ویلې دي چې د حقاني پر ډلې به خپل پوځې فشار جارې وساتې. د هغه به وینا ناټو په اجازه ور نه کړې چې افغانستان یو ځل بیا د یاغیانو په اډې بدل شي. اوس امریکا او افغانستان حقاني سره د سولې کولو په هڅه کې دي.

https://p.dw.com/p/134cN
راسموسن وایي چې ناټو به اجازه ورنه کړې چې افغانستان یو ځل بیا د ترورستانو په اډی بدل شي
راسموسن وایي چې ناټو به اجازه ورنه کړې چې افغانستان یو ځل بیا د ترورستانو په اډی بدل شيانځور: dapd

د ناټو عمومي منشي، اندریس راسموسن، د پنج شنبي په ورځ ویلي دي چې ناټو به افغانستان کې د حقاني پر ډلې پوځي فشارونه لا پسې ډیر کړي. راسموسن په داسې حال کې دغه خبرې کوي چې په ورستیو کې پر بهرنیو ځواکونو د حقاني د ډلې په بریدونو کې ډیروالې راغلی دی.

راسموسن چې په برواکسل کې یې خبریالانو ته وینا کوله وویل چې د حقاني شبکه د افغانستان لپاره یو لوی خطر دی:

«اصلې خبره خو دا ده چې هغوی د افغانستان د خلکو دښمنان دي او له همدې وجې به مونږ د حقاني د ډلې په وړاندې په ټنګو اقداماتو لاس پورې کړو. مونږ به پر خپلو ځواکونو او د افغانستان پر خلکو د هغوی له بریدونو څخه مخنیوی وکړو.»

راسموسن زیاته کړه چې پر حقاني ډلې به پوځې فشارونه جاري وساتي:

«مونږ به د حقاني ډله تر پوځې فشار لاندې وساتو. مونږ په افغانستان کې شتون لرو ترڅو اجازه ور نه کړو چې دغه هیواد یوځل بیا د تروریستانو په پټنځای بدل شي.»

افغانستان کې د ناټو د حضور څخه اوس څه نا څه لس کاله تیریږي. خو اوس هم دغه ځواکونه وخت نا وخت تر بریدونو لاندې نیول کیږي. د تیرې شنبې په ورځ د کابل په ښار کې یوه ځانمرګې برید ۱۳ بهرني سرتیري ووژل.

راسموسن په دې خبرې ټینګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې په سم لورې روان دی. د هغه په خبره سږ کال د یاغیانو په بریدونو کې ۲۶ سلنه کموالی راغلی دی.

د ناټو عمومي منشې وویل چې د یاغیانو بریدونه په خبرونو کې ډیر راځې خو اصلې خبره دا ده چې هغوې خپل قدرت له لاسه ورکړی دی.

د حقاني ډله په وروستیو کې د افغانستان پاکستان او امریکا په اړیکو کې یو لړ لانجې رامنځ ته کړې دي. لومړی خو دغې ډلې د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې خړې کړي. متحده ایالات پر پاکستان تور لګوي چې له دغه ډلې څخه ملاتړ کوي. امریکا پر پاکستان فشار اچولې چې په شمالې وزیرستان کې چیرته چې ویل کیږې د حقاني پټنځایونه پراته دي، عملیات تر سره کړي. خو پاکستان تل د دغه کار له کولو څخه سرغړونه کوي.

له بلې خوا که څه هم افغانستان او امریکا غواړي د حقاني له دلي سره سوله وکړي خو بیا هم د هغوې په وړاندې پوځي عملیات په لاره اچوي. د امریکا دغه دوه اړخیزه د سولې او جګړې پالیسۍ اوس په دغه هیواد کې د ځینو سیاستوالو تر نیوکو لاندې هم راغلې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم