1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له پاکستان سره د اړيکو د بيا ښه کولو هڅي کوي

۱۳۹۰ دی ۱۳, سه‌شنبه

د ناټو يوه وياند ويلي دي چي غواړي ژر تر ژره له پاکستان سره خپلي اړيکي يو وار بيا ښې کړي او له دغه هيواد څخه افغانستان ته خپله اکمالاتي لاره بيرته پرانيزي.

https://p.dw.com/p/13d8e
په پاکستان کي د ناټو اکمالاتي لارۍ
په پاکستان کي د ناټو اکمالاتي لارۍانځور: AP

پاکستان پر ناټو خپله پوله د تير کال په نومبرمياشت کي وتړله. له دي سره په افغانستان کي پر بهرنيو ځواکونو يوه مهمه اکمالاتي لار وتړله شوه.

پاکستان تر هغه وروسته دغه کار وکړ، چي د ناټو ځواکونو په يوه بريد کي ۲۴پاکستاني سرتيري ووژل شول.

ناټو وايي چي سرتيري زموږ او پاکستان د گډي تيروتني په نتيجه کي وژل شوي دي، خو پاکستان بيا له دغي خبري څخه انکار کوي او وايي چي له ناټو څخه ئې د بريد د نه کولو غوښتنه کړې وه.

دا خبره لا تر اوسه پوري روښانه نه ده، چي پاکستان به څه وخت د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ خپل سرحد پرانيزي.

د ناټو يوه وياند، کارستين يکوپسن، په کابل کي ويلي دي چي ناټو د خپلو گټو، د افغانستان او پاکستان د ګټو له پاره غواړي چي له پاکستان سره اړيکي بيرته ښې کړي:

«موږ پوهيږو چي د سرحد هاخوا ته ځيني شيان بند پاته دي. له دې کار سره د هغو خلکو کاروبار، معاش او تجارت ته تاوان رسيږي چي په افغانستان او پاکستان کي د ترانسپورت په برخه کي کارو بار کوي.»

وياند د افغانانو هغو انديښنو ته هم اشاره کړې ده، چي که د ناټو پرمخ د پاکستان پوله تړلې پاته شي، نو ناټو به خپلي اړتيا وړ مواد د افغانستان له بازارونو څخه تر لاسه کړي چي دا به په هغه هيواد کي نرخونه لا پسي لوړ کړي:

«افغانان بايد په دې برخه کي هيڅ انديښنه ونه لري، ځکه چي ناټو ستر ګدامونه لري.»

د پاکستان له کراچۍ بندر څخه يوه چارواکي ويلي دي، چي د ناټو يو شمېر اکمالاتي لارۍ د نومبر د مياشتي راهيسي هلته ولاړي دي. دغه چارواکي چي د نوم نه اخيستلو په شرط ئې خبري کولې ويلي دي:

«اوس د ناټو ۳۶۷۶ موټر او ۱۷۳۲ کانټينران افغانستان ته د تيريدو له پاره په پاکستان کي بند پاته دي.»

د افغانستان او پاکستان پر پوله وروستۍ پيښي د پاکستان او غرب تر منځ د اړيکو حساسيت ښکاره کړ. پاکستان اوس هم وايي، چي د پيښي ټوله ملامتيا بايد ناټو پرغاړه واخلي.

خو ناټو بيا وايي چي د بريد تر مخه ئې د عملياتو د همږغۍ په يوه مرکز کي د پاکستاني چارواکو هوکړه ترلاسه کړې وه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل