1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: له افغانستان سره پر ژمنو ټينگ ولاړ يو

۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبه

له دې سره سره چي ناټو وايي، له افغانستان سره پر خپلو ژمنو وفا کوو، بيا هم يو شمېر پوښتنو ته له که په دغه هيواد کي د نوي ماموريت لگښت ته جواب نه لري. د دغه سازمان غړو هیوادونو د چهارشنبې په روځ په دې اړه غونډه لرله.

https://p.dw.com/p/16wWc
انځور: AFP/Getty Images

د ناتو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن په افغانستان کي له بهرنيو ځواکونو څخه، افغان امنيتي ځواک ته د مسئوليت سپارلو لړۍ هرکلی وکړ. په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه به، افغان امنيتي ځواک د دغه هيواد ټول امنيتي مسئوليت پر خپله غاړه واخلي.

راسموسمن په دغه کار کي کومه ستونزه نه ويني. دی وايي: «زموږ ستراتيژي سمه پر مخ روانه ده، زموږ د ځواکونو د راوتلو وخت هم ټاکل سوی دی، او موږ به پر خپلو هغو ژمنو وفا وکړو چي له مخي به يې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو، او هغه داچي د هغوی له پاره يوه سوله ييزه، باثباته او ډاډمنه راتلونکې جوړه کړو.»

راسموسن زياتوي چي اوس هم د افغانستان د درې پر څلرمه برخي امنيتي مسئوليت افغان ځواکونو ته سپارل سوی دی. له بلي خوا راسموسن په افغانستان کي پر اداري فساد او رشوت باندي سخت انتقاد وکړ او ويې ويل چي «فساد له خلکو څخه د غلا په معني دی، دا يو جرم دی او له هغه سره بايد قاطع برخورد وسي.»

افغانستان بايد هيڅکله د ترهگرو مرکز ونه گرځي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله په بروکسل کي وويل چي د جنگي ځواکونو د راايستلو خبره آسانه ده خو په عمل کي لوژيستيکي، پوځي، تخنيکي او دغه راز سياسي ستونزي موجودي دي. هغه زياته کړه:«ناتو نه غواړي چي په افغانستان کي يو وار بيا تاوتريخوالی او گډوډي رامنځته سي، جنگسالاران قدرت ته ورسيږي اوپه دې ډول بيرته ترهگري وده وکړي. له همدې کبله به ناتو تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان ملاتړ وکړي.»

اوس پوښتنه دا ده، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي د ماموريت لگښت څوک پرغاړه واخلي؟

په داسي حال کي چي په اروپا کي د داخلي بودجې پر سپما باندي تاوده بحثونه روان دي، د افغانستان نوی ماموريت ډير لگښت غواړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن د ناتو له متحدينو څخه غوښتي دي چي د تېر کال په پسرلي کي په شيکاگو کي د ناتو د سرمشريزي له خوا يو پرېکړه ليک دي ورپه ياد کړي. په هغه کي راغلي دي چي هر هيواد مکلف دی چي په دغه مصرف کي خپله ونډه واخلي او هرچا چي تر اوسه پوري له هغه سره موافقه نه ده ښودلې نو دغه کار بايد وکړي.»

د ناتو په نظر افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته له کاله درې ميليارده يورو ته اړتيا لري او دغه پيسې بايد تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو کلونو له پاره دغه هيواد ته ورکړل سي، چي د دوامداره ثبات په راوستلو کي مرسته وکړي.

دويچه ويله/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زیارمل