1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو غواړي دنه اټکل کيدونکي دښمن په مقابل کي مسلحه سي

۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه

ناټو لا تر اوسه پوري هم په اساسي ډول د يوه متداول جنګ درامنځته کيدو په صورت کي د خپلي سيمي د دفاع په خاطر په وسلو سنباله ده، خو دغه خطر په حقيقت کي اوس وجود نه لري

https://p.dw.com/p/QDgH
انځور: AP

ناټو د ساړه جنګ د پوره کيدو څخه لس کاله وروسته يعني په 1999 ميلادي کال کي خپله د تر اوسه پلې ستراتيژي غوره کړه. ناټو ولي يوې نوي تګ لاري ته اړتيا درلوده ؟ په بروکسل کي د اروپا د مطالعاتي مرکز د امنيتي چارو د کارپوه رونالډ فروينډن شټاين په اند ناټو لا اوس هم پرزړو کته ګوريو فکر کوي.

« ناټو لا تر اوسه پوري هم په اساسي ډول د يوه جنګ د ګواښ په صورت کي د خپلي سيمي د دفاع په خاطر په وسلو سنباله ده، خو دغه خطر په حقيقت کي اوس وجود نه لري.»

د فروينډن شټاين په نظر ناټو نوو خطرونو لکه د انټرنټي ترهګري، د کيميايي وسلو د بريدونو او د بې ثباته هيوادونو، چي نړۍ د خطر سره مخامخ کوي، همدا راز د راکټي بريدونو او د اټومي وسلو په مقابل کي يوازي يو ناکافي ځواب لري . او دا تر ټولو ډير د عسکرو لپاره خراب عواقب لري .

« ددي معنا داده چي موږ يوه داسي پوځ ته اړتيا لرو چي هغه د اړيکو نيولو په عصري لوازماتو سنبال وي . او ددې وړ وي چي په چټکۍ سره د يوه ځای څخه بل ځای ته واستول سي. او دا يو مسلکي پوځ وي . »

جمهورريس بارک اوبا ما د ناټو په سرمشريزه کښي
جمهورريس بارک اوبا ما د ناټو سرمشريزي ته د راتګ پر وختانځور: AP

خو يوازي عسکر او د هغوی د وسلو تغير کفايت نه کوي . د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د راکټونو ضد د دفاعي سسټم جوړولو ته هم د ناټو د نوي ستراتيژۍ د برخي په سترګه ګوري . د اکتوبر په مياشت کي په بروکسل کي د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو د وزيرانو په جرګه کي راسموسن د خپلو متحدينو څخه هيله وکړه چي هغه پروژې چي يو څه لانجه مني دي، ناکامۍ ته يي پرينږدي .

« زه ددې غونډي څخه د راکټانو ددفاعي سسټم په اړه د يوې پريکړي انتظار لرم . دا به ددې ښکارندوی وي، چي موږ د سپما په دغه وخت کي هم خپل دفاعي ظرفيتونه لوړولو ته اماده يو.»

د روسيې سره د راکټانو ضد د دفاعي سسټم په مورد کي يوازي د مصرف موضوع شخړايزه نه ده، بلکي دا هم نه ده واضح چي روسيه به همکاري وکړي او که نه . په بروکسل کي د المان د بهرنيو چارو وزير ګيډو ويسټرويله دا وړانديز چي په المان کي د راکټانو د فاعي سيسټم او د اتومي وسلو د خلع سلاح موضوع سره يو ځای کړي، ونه منل شو.

Nato Rasmussen Russland
انځور: AP

فرانسه هم نه غواړي چي خپلي هستوي وسلې قرباني کړي . ځکه چي فرانسه فکر کوي چي په دې سره به خپل نفوذ او حيثيت د لاسه ورکړي . نو په دي ډول به د اټومي وسلو څخه د پاکي نړۍ هدف ، څنګه چي بارک اوباما هم تشريح کړی ؤ، يو د ليرو هدفونو په ډول پاته شي . او د ناټو پر نوې تګ لاره به کومه مستقيمه اغيزه ونه لري .

کريستوف/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري