1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د ۳۵۲ زرو افغان ځواکونو تمویلول ارزوي

مسعود جهش (AP, dpa)۱۳۹۱ اسفند ۴, جمعه

د ناټو چارواکو ویلي دي چې په دې اړه فکر کوي چې تر ۲۰۱۸ کال پورې ۳۵۲ زره افغان امنیتي ځواکونه تمویل کړي. دا په داسې حال کې چې ویل کیږي متحده ایالات غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دغو ځواکونو شمیر راکم کړي.

https://p.dw.com/p/17jlL
An Afghanistan National Army soldier (C) and ISAF soldiers hold flags during a change of command ceremony at the ISAF headquarters in Kabul February 10, 2013. U.S. Marine General Joseph Dunford, expected to oversee the withdrawal of most foreign troops from Afghanistan by the end of next year, took control of the NATO-led mission on Sunday, in an elaborate ceremony which emphasised the country's sovereignty. REUTERS/Massoud Hossaini/Pool (AFGHANISTAN - Tags: MILITARY POLITICS)
Joseph Dunford neuer NATO Kommandant in Afghanistanانځور: REUTERS

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن، د پنجشنبې په ورځ وویل چې ناټو په دې اړه فکر کوي چې تر ۲۰۱۸ کاله پورې د ۳۵۲۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي. هغه په بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو د دفاع له وزیرانو سره تر لیدنې وروسته وویل:

«زه ډاډه یم چې موږ به دغه شمیر [۳۵۲۰۰۰] افغان ځواکونه تمویل کړای شو. له سیاسي لحاظه دا یوه ښه خبره ده چې د افغانستان دفاعي چاري افغاني شي او له اقتصادي لحاظه هم د افغان ځواکونو تمویلول د نړیوالو ځواکونو د لګښتونو په پرتله ارزانه تمامیږي.»

که دغه پریکړه عملي شي نو ښايي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د ناټو غړو هیوادونه کلنی لګښت څه نا څه دوه میلیارده ډالر لوړ شي. تیر کال ناټو موافقه کړې وه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ۲۳۰۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه تمویل کړي. د دغه شمیر ځواکونو کلنی لګښت ۴.۱ میلیارده ډالر اټکل شوی دی. اوس د افغان ځواکونو شمیر ۳۵۲۰۰۰ تنو ته رسیږي چې کلنی لګښت یې ۶.۵ میلیارده ډالر دی. متحده ایالات د دغو پیسو له جملې څخه د ۵.۷ میلیاردو ډالرو تمویلول پر غاړه لري.

راسموسن وویل چې په دې اړه پر ډیرو وړاندیزونو باندې خبرې په جریان کې دي، خو لا تر اوسه پورې کومه وروستی پریکړه نه ده شوې.

په همدې حال کې داسې اټکلونه هم کیږي چې متحده ایالات به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره تر هغې اندازې څخه چې پخوا یې تمه کیږي لږې مرستې وکړي. تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په خپله کلنۍ وینا کې اعلان کړی وو چې د راتلونکې کال په لومړیو کې به له افغانستان څخه خپل ۳۴۰۰۰ سرتیري راوباسي.

راسموسن وویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ناټو د روزنیزو عملیاتو په اړه په راتلونکو میاشتو کې پریکړه وشي. د ناټو د دفاع وزیران به د جمعې په ورځ هم په بروکسل کې خپلو خبرو ته دوام وکړي.