1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د يو نوي دکتورين په لټه کي

۱۳۸۸ اسفند ۶, پنجشنبه

امریکایان که له يوې خوا د ناټو غوښتونکي دي له بله پلوه داهم غواړي، چي د اروپايانو ونډه په دغه دفاعي تړون کي پیاوړي سي...

https://p.dw.com/p/MAXF
د ناټو عمومي منشي
د ناټو عمومي منشيانځور: AP

کله چي د ناټو ددفاعي تړون د28 غړيو هیوادونو غونډه دهمدي روان ميلادي کال په مني کي د پرتګال په پلازمېنه لیزابن کي جوړيږي، نو په دغه غونډه کي به په تيره بيا د راتلونکي دپاره د يوه نوي دکتورين په هکله خبري وسي.د ناټو اوسني دکتورين د 1999 ميلادي کال محصول بلل کيږي.

دغه دکتورين نسي کولای، چي د 21 پيړۍ ننګونو ته ځواب ووايي. پر دې ټکي باندي د ناټو ټول غړي سره توافق لري. نوله همدې امله دناټو لوي منشي آندر فوګ راس موسن د امريکا دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو پخواني وزيري مادلين البرايت ته دا د نده سپارلي چي د ناتو دپاره يوه نوي ستراتيژي طرحه وړاندي کړي.

په همدی موضوع باندي دسلا مشوري دپاره تروسه دناتو پوځي او دفاعي کارپوهانو څلورواري سره کتلي چی ددوي آخرني کتنه دامریکي دمتحده ایالتو نو به پلازمینه واشنګتن کي وه.

کله چي ناټو جوړيده ، نو هغه وخت يو دفاعي تړون و او ددې موخي دپاره جوړ شوي و چي د خپلو غړیو هیوادنو دخاوري دبشپړتوب څخه په ګډه دفاع وکړي.خو هسي چي د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزيره هلري کلينتون وايي د21 پيړۍ وا قعيتونه د ناټو انځور بيخي بدل کړي او نن ورځ بايد دغه ټولنه نورو نويو ننګونو ته ځواب ووايي.

«دکومو خطرونو سره چي مونږ نن مخامخ يو ،نور زيات په پولو پوري محدود ندي . که چيري نن ورځ مونږ دسمندري داړه مارانو په ضد مبارزه کو يا د تروريسم په ضد یا دسلاو دقاچاقو په ضد .مونږ بايد ددغه خطرونو سره دمبارزي دپاره ځانونه چمتو کړو ، پرته له دی چي دغه خطرونه چيرته دي ، مونږ بايد ددغه خطرونو په ضد دمبارزي توان ولرو.»

دناتو په نوي دفاعي ستراتيژي کي مونږ بايد دنوي خطرونو سره دمقابلي او مبارزي امکانات ولرو . په تيره بیامونږ بايد په دولتونو باندي ، په زيربنايي جوړښتونو باندي ،يا دانترنيت له لاري دګوزارونو مخنوي ته بايد چمتو ووسو . او له بله پلوه هلري کلینتون وايي چي يواځي به پوځي ژمني کفايت ونکړي ناتو بايد دي ته هم چمتو وي مدني او ملکي مسوليتونه هم په غاړه واخلي دمثال په توګه په افغانستان کي:

«کله که مونږ دياغیانو په ضد په مبارزه کي بريا غواړو ، نو مونږ بايد داسي لاري چاري ولټو چي وشو کړاي دغړيو هیوادونو دمدني او موجودو ظرفيتونو څخه هم ګټه واخلو»

بیا ميرمن کلینتون وايي چی مونږ هم ناتو غواړو او هم غواړو چی دناتواهداف ترسره کړاي شي او دتلانتيک دسمند ددواړو غاړو دهيوادونو ترمنځ اړیکی پیاوړی شي ، داوروپايي هیوادونو ترمنځ ديوالي په لور اوچت ګامونه واخيستل شي . او بیا دروسيي په هکله هلري کلینتون وايي چي:

«او ناتو دهغه امنيتي خطرونو په کتار کی نه راځی چي روسیه تري کومه ويره ولري.

او دختيځۍ اوروپا په لوردناتو دلمن غزيدل به هم په دی مانا نه وي چي ناتو غواړي روسيه په دی کار سره تهديد کړي . نه ناتو غواړی چي دروسيي سره ګډ کار وکړي.»

خو بيا ميزمن کلينتون دراتلونکی ګډ کار دسرنګوالي به هکله وايي چي

«دامریکي متحده ایالتونه دي ته کومه اړه نه ويني چي دګډ کار دپاره ددواړو خوا ترمنځ کوم نوي تړون ليک ته به اړه نه وي».

د امریکي ددفاعي چارو وزير روبرت ګيتس وايي چي ځیني خطرونه دپخوا په پرتله زيات شوی . به تيره بيا دلري وښتونکو توغندیو تهديد چي امریکایان غواړي ددغه تهديد دمخنوی دپاره دتوغنديو دفاعي سيستمونه په اوروپا کي جوړ کړي . ګيتس وايي چي ناتو بايد دخپلو روانو پربلمونو دحل دپاره په دی تمه نه وي چي دناتو نوي ستراتيژي طرحه منځ ته راشی مثلا دناتو مالي ستونزي ، چي بايد دحليوه لاره ورته ولټول شي:

«تو اوسه دنوی کاله څخه 2 مياشتي تير شوي ډي خو مونږ همدا اوس پوهيږو چی دناتو په بودجه کي د سلو مليونو ډالرو یو کسر شته چی بايد ورته دحل يو ه لاره وموند ل شي.» دناتود نوي ستراتراتيژی طرحي مسوده به دليزابن ترغونډي پوري چمتو کړاي شي .

Bergmann, Christina/ ضياالحق فضلي

کتونکی.زيارمل