1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د ملکې افغانانو د وژل کیدو له کبله خواشیني څرګنده کړې ده

۱۳۹۱ مهر ۲۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16Qvn

په افغانستان میشتو د ناټو ځواکونو د سه شنبې په ورځ د هغوی په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د وژنې له کبله خواشینې څرګنده کړې ده.

افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ناټو په هغو عملیاتو کې چې د هلمند په ولایت کې د یو شمیر یاغیانو د په نښه کولو له پاره په لاره اچول شوي ول درې تنه ملکي وګړي وژل شوي ول.

ناټو په یوه بیانیه کې ویلي دي چې په دغو عملیاتو کیدای شي چې یو شمیر ملکي وګړي هم وژل شوي وي چې له کبله يې ناټو خپله خواشینې څرګنده کړې ده.

ناټو همداراز ویلي دي چې د پېښې په اړه به څیړنې وکړي او د قربانیانو له کورنیو سره به هم وویني.