1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د مسکو سره د خبرو اترو کوښښ کوي

۱۳۹۵ خرداد ۱, شنبه

که څه هم د غرب او شرق تر منځ مناسبات عادي نه دي، خو بیا هم ناټو کوښښ کوي د مسکو سره خبري وکړي. خو داد اتحاد دغړو تر منځ لانجمنه موضوع هم ده. د بلي خوا ناټو په افغانستان کي خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره هم تمدیدکړ.

https://p.dw.com/p/1IsDj
انځور: picture-alliance/dpa/O. Hoslet

ناټو غواړي د اوکراین د شخړي او په شرقي اروپا کي پر خپل نظامي حضور سربیره د روسيې سره خبري اتري هم پر مخ بوزي. د ناټو بهرنیو چارو وزيرانو پرون جمعې ورځ فیصله وکړه، چي مسکو به تر خپلي سرمشریزي دمخه د جولای په اوایلو کي د ناټو- روسيې شورأ دوهمي غونډي ته راوبولي. د خبرو یو هدف به داوي، چي د خطرناکو نظامي مانورو څخه مخنیوی وسي.

د جرمني خارجه وزير فرانک والټر شټاین مایر چي په همدې مناسبت بروکسل ته سفر کړی ؤ، وویل:«د مسکو سره خبري نباید قطع، بلکه لا نوري هم زیاتي او دوامداري سي.»

شټاین مایر همدارنگه دسوريې او لیبیا شخړو ته اشاره وکړه، د کوم څخه چي په خبره یې پخپله اروپایان په غیرمستقیم ډول سره مخامخ او متضرر کیږي: «په داسي حال کي چي موږ په اروپا کی د روسيې سره غټ جنجال لرو، موږ باید د سوريې او لیبیا بحرانونو ته په کتلو سره کوښښ وکړو،چي په عین حال کي روسيې ته ځانونه هم ورنژدې کړو. دا کاربه ددې سره کومک وکړي،چي پر دغو بحرانونو باندي غلبه حاصله سي.»

خو بیا پولینډ ددې کار سره مخالفت کوي او نه غواړي چي روسیه دي د یوه ملگري په توگه ومنل سي. په اپریل میاشت کي پسله دوو کلونو څخه د اول وار له پاره د ناټو- روسيې شورأ غونډه دایره سوله. دغه شورأ ددې له پاره جوړه سوې وه، چي د مسکو سره مناسبات عمیق سي. خو د اوکراين د بحران له کبله هغه کنگل سول. خو اوس ناټو بیرته غواړي دغه شورأ فعاله او د مسکو سره خبري وکړي.د ناټو عمومي منشي ستولتنبیرگ وايي، چي ددغي مفکورې لپاره په اتحاد کي قوي اکثریت موجوددی. د هغه څخه اوس غوښتنه سوې ده ،چي روسيې ته د فیصلې مطابق دعوت ورکړي او د شورأ غونډه جوړه کړي. هغه وايي: «موږ ولیدله ، چي یوه روسۍ جنگي طیاره پر ترکيې باندي وویشتل سوه. موږ ولیدله، چي څنگه روسۍ جیټ طیارې په دا وروستیو وختونو کي په شرقي بحیره کي امریکايی جنگي کښتیو او الوتکو ته په خطرناکه ډول سره ورنژدې سولې. دا ټوله زما له پاره دا معنی لري، چي شفافیت او د خبرو کولو نظامي کانالونه څومره مهم دي.»

ناټو د اوکراين د بحران راهیسي کوښښ کوي د مسکو په مقابل کي د ډبلي ستراتیژۍ څخه کار واخلي: یعني تهدیدول او دخبرو اترو کوښښ.

د بلي خوا ناټو په افغانستان کي خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره هم تمدیدکړ. دغه خبره عمومي منشي ستولتنبیرگ د جمعې په ورځ وکړه. اوس به نو ناټو په افغانستان کي دخپل ماموریت د ادامې جزيیات هم وړاندي کړي.

ستولتنبیرگ او د ناټو بهرنیو چارو وزیران
ستولتنبیرگ او د ناټو بهرنیو چارو وزیرانانځور: Reuters/F. Lenoir