1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د سرتيرو پر راايستلو باندي بحث کوي

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنیو او دفاع چارو وزیران د چهار شنبې په ورځ د یوې دوې ورځنۍ غونډي له پاره سره راټول شوي دي، چي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ایستلو په اړه خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/14fZG
انځور: dapd

دغه غونده د می په میاشت کي په شیکاګو کي د ناټو د عمومي غوندي له پاره لاره هواره وي. په دغه غونډه کي به چې د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما په کوربه توب جوړیږي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د دوه کلن پلان په اړه بحث او خبري اتري وشي.

د ناټو مشرانو د ۲۰۱۰ کال د نومبر په میاشت کې پریکړه وکړه چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به په تدریجي ډول په افغانستان کي امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري. خو تر اوسه پوري لا پر دې خبري رواني دي چي تر دې وروسته څرنگه افغان امنیتي ځواکونه تمویل او تجهیز کړي.

دا په داسي حال کې ده چي د استرالیا لومړۍ وزیري جولیا گیلارد، ویلي دي چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه تر پلان شوي وخت یو کال مخکي را باسي. هغې ویلي دي چې په افغانستان کي شوي امنیتي پرمختگونو دې ته لار هواره کړې ده چې ډیر شمېر استرالیايي ځواکونه په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان څخه ووځي.

که څه هم ناټو وایي چې په افغانستان کې یاغیان ځپل شوي دي خو د تیري یکشنبې په ورځ په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کي په یوه وخت کې بریدونو وښودله چې طالبان اوس هم پیاوړي دي.

د ناټو ویاندي اوانا لنگسکو، ویلي دي چې لا اوس هم په افغانستان کي ستونزي سته. هغې د کابل د تیري یکشنبې د ورځي بریدونو ته په اشاره ويلي دي، چې دا په افغانستان کې د خپل ډول لومړني بریدونه نه دي او د هغې په خبره چي دا به د خپل ډول وروستي بریدونه هم نه وي.

ناټو غواړي چې په روان کال کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر ۳۵۲۰۰۰ کسانو ته لوړ کړي خو دا چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان څومره امنیتي ځواکونه ولري لا تر اوسه پوري معلومه نه ده. امریکایي چارواکي غواړي چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو شمیره ۲۲۸۰۰۰ کسانو ته راټیټه کړي.

د ناټو غړي هیوادونه همداراز پر دې باندي خبري کوي چې څرنگه د افغان امنیتي ځواکونو کلني لگښتونه تمویل کړي. د محاسبو له مخې د افغانستان پوځ به هر کال شاوخوا ۴،۱ میلیارد ډالر مصرف ولري. له دغو پیسو څخه به متحده ایالات هر کال افغانستان ته ۲،۳ میلیارده ډالر ورکوي او پاته برخه به ئې د افغانستان د حکومت او نورو هیوادونو له خوا پوره شي.

د ناټو د بهرنیو او دفاعي چارو د وزیرانو په غونډه کي به همداراز په اروپا کې د امریکا د توغندیو د سیستم د نصبولو په گډون پر نورو موضوعگانو هم خبري وشي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنتن، او د ناټو د۲۷ غړو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرگي لاوروف سره په اروپا کې د امریکا د توغندیو د دفاعي سیستم په اړه خبري اتري وکړي. خو ښایي په دغو خبرو کي کوم پر مختگ و نه شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل