1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د دوستم د الوتکې په بیا استولو کې مو ونډه نه لرله

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د «پریکړنده ملاتړ» ماموریت نړیوالو ځواکونو ویلي چې د مزارشریف له هوايي ډګر څخه د جنرال عبدالرشید دوستم، د الوتکې په بیا استولو کې یې ونډه نه لرله. افغانستان ته دوستم د راتلو د هڅې په اړه بیلابیل رپوټونه ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/2gjoK
Afghanistan Portät Abdul Rashid Dostum
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sabawoon

د رپوټونو په حواله لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، چې له یوې مودې راهیسې په ترکیه کې میشت دی، د دوشنبې په ماښام په یوې الوتکه کې د مزارشریف ښار په هوايي ډګر کې د ناستې هڅه کړې ده. خو هوايي ‌ډګر چې د نړیوالو ځواکونو تر کنترول لاندې دی د هغه الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې.

تر اوسه پورې هیڅ یوې رسمې سرچینې دغه رپوټونه نه دي تایید کړې، خو عیني شاهدان وایي چې ډیر شمیر کسان د دوشنبې په ماښام په مزارشریف ښار کې د دوستم د هرکلي له پاره چمتو شوي وو. دغه شان یوه کس چې غوښتي یې نه دي نوم یې فاش شي دویچه ویله ته ویلي دي چې هغه د دوستم رسیدو ته سترګې په لار وو.

دوستم پورې د تړلي جنبش ګوند مرستیال شجاع الدین شجاع، دغه رپوټونه رد کړي دي، او د رویترز خبري آژانس ته یې ویلي دي چې په الوتکه کې سپاره کسان د بلخ د والي عطا محمد نور، میلمانه ول، او الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله خپل د حرکت مسیر د ترکمنستان په لور بدل کړی دی.

شجاع ویلي دي: «که جنرال دوستم وغواړي چې افغانستان ته راشي، نو هیڅ ځواک د هغه مخه نه شي نیولای ځکه هغه د جمهوري ریاست مرستیال دی.»

له بلې خوا یوه امنیتي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې یوې شخصي جت الوتکې چې په کې اووه ترکي انجینران سپاره ول، غوښتل په مزارشریف ښار کې کښته شي، خو په دې اند چې په کې جنرال دوستم سپور دی، الوتکې ته کابل ته د تلو امر وشو. دغه چارواکي روښانه کړې ده چې الوتکه بیا د ترکمنستان په لور تللې ده.

د ناټو ویاند چې آلماني ځواکونه یې هم په چوکاټ کې په مزارشریف ښار کې میشت دي، ویلي دي چې دغو ځواکونو د الوتکې په بیا استولو کې نقش نه لره.

د ناټو ویاند کپتان ویلیم سالوین، په یوې اعلامیه کې ویلي دي: «په مزارشریف کې د جنرال دوستم د الوتکې د ناستې مجوز، د آلماني ځواکونو له خوا نه دی رد شوی.»

هغه زیاته کړې ده: «دا د پریکړنده ماموریت دنده نه ده چې د افغانستان په کورني سیاست کې مداخله وکړي.»

د جنرال دوستم په اړه هغه وخت جنجالونه راپورته شول، چې د تیر کال په وروستیو میاشو کې پر هغه باندې خپلو ساتونکو ته د یوه سیاسي سیال د جنسي زورونې او ربړونې د امر کولو تور ولګول شو. دوستم او ګوند یې دغه تورونه ردوي او وایي چې دا د هغه پر وړاندې یوه سیاسي دسیسه ده.

Afghanistan Ahmad Ishchi
احمد ایشچي، چې د دوستم سیاسي رقیب دی، ادعا کوي چې لومړي مرستیال او ساتونکو یې له هغه سره جنسي زور زیاتی کړی دی.انځور: Reuters/O. Sobhani

دا چې دوستم ولې ترکیې ته سفر کړی دی، هم روښانه نه ده. یو شمیر د هغه دغه سفر یو عملي تبعید بولي، خو د جنبش ګوند بیا ټینګار کوي چې لومړی مرستیال یوازې د روغتیايي معایناتو په موخه انقرې ته تللی دی.

په وروستیو وختونو کې افغان ولسمشر اشرف غني، هم وویل چې دوستم د لوی څارنوالي په اجازه او د روغتیایي لاملونو له کبله ترکیې ته تللې، خو د دوستم پلویان دغه څرګندونې هم ردوي او وايي چې جنرال له لویې څارنوالي اجازه نه ده اخیستې.

لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، په دې وروستیو وختونو کې د بلخ له والي عطا محمد نور، او د اجرائیه ریاست له دویم مرستیال حاجي محمد محقق، سره یوځای په انقره کې د افغان حکومت پر ضد یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ او په حکومت کې یې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه وکړه. دغو سیاستوالو ویلي وو چې د ائتلاف بله غونډه به په افغانستان کې وکړي.