1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د افغانستان په سويل کي مو څلور سرتیري ووژل سول

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/153AH

په افغانستان کي د ناټو په مشرۍ د ايساف قواوو ويلي دي چي د افغانستان په سويل کي ئې په چاودنو کي څلور سرتیري وژل سوي دي. ايساف د يکشنبې په ورځ په خپره سوې خبر پاڼه کي ويلي دي چي د شنبې په ورځ ئې د چاودنو په بیلابیلو پيښو کي څلور سرتیري له منځه تللي دي. په خبرپاڼه کي د پېښو نور جزيات نه دي بربنډ سوي.