1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د افغانستان لپاره د نورو پوځونو غوښتنه کړې ده

۱۳۸۷ آذر ۵, سه‌شنبه

د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د اوباما هغه عمل ته سترګي په لاره دی چي افغانستان ته نور عسکر وليږي او هغه هيواد د سپيني ماڼۍ په لومړيتوب کي راسي.

https://p.dw.com/p/G1mf
د افغانستان لپاره د ناټو عمومي قومندان جنرال کريدوف چپ لاس ته او راسته خواته د بريتانوی جنرال
د افغانستان لپاره د ناټو عمومي قومندان جنرال کريدوف چپ لاس ته او راسته خواته د بريتانوی جنرالانځور: AP

وخت دې ته چمتو دی چې افغانستان بېرته د سپينې ماڼۍ په لومړيتوبونو کې راشي. بارک اوباما د خپل انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې اعلان کړی و چې غواړي ځواکونه له عراقه وباسي او افغانستان ته نور عسکر واستوي. د ناټو په نظامي اډه د بلجيم په جنوب کې د مونس په ښار کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال کرېدوک دې عمل ته سترگې په لار دی:«د امريکا متحده آيالتونه غواړي چې افغانستان ته نور پوځيان ولېږي چې دا يو ښه کار دی. هيله ده چې نور هېوادونه به هم دې ته وهڅول شي چې نور زيار وباسي»

د جنورۍ په مياشت کې به تقريباًپنځه زره عسکر افغانستان ته ولېږل شي چې دا د دندې څخه گوښه کېدونکي رييس جمهور جورج ډبل يو بوش وروستی ميراث بلل کيږي. ناټو د افغانستان لپاره د اټکل له مخې د شل زرو زياتو عسکرو غوښتنه کړې وه. ناټو له اوباما څخه د ډېرو ژمنو تمه لري او هم يې اروپايانو ته سترگې کږې کړې دي.

په دې لړ کې د ناټو عمومي قوماندان امنيتي وضعې ته اشاره کوي. په استثنايي او ډېره سپينه توگه هغه اوس اقرار کوي چې د افغانستان امنيتي وضع په تېرو څو کلونو کې خرابه شوې ده. «د افغانستان په جنوب او ختيځ کې هره ورځ، هره اونۍ او هره مياشت جگړې پسې سختيږي او ډېريږي.«

خو کريدوک زياته کړه چې مساله نه يوازې پر زياتو نظامي قوتونو څرخي، بلکه ملکي چارې بايد هم گړندۍ شي. لازمه ده چې تخصص او ځانگړې پوهه افغانستان ته انتقال شي، خو نوموړی زياتوي:« طالبان په قصدي توگه هغه څه ورانوي چي موږ جوړ کړي دي.»

کريدوک په دې ټينگار وکړ چې ناټو تر نن ورځې پورې د افغانستان په دوو ولايتونو کې حضور نه لري سره له دې چې د يو څو کالونو راهيسې غواړي چې ورشي. لويې لاسته راوړنې به د ناټو د عمومي قوماندان په وينا د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د لارې وشي. د ناټو غړو هېوادونو يو څو اونۍ مخکې پرېکړه کړې ده چې د دغې پديدې په وړاندې به کلک تدابير نيسي ځکه چې څرگنده شوې ده چې طالبان د مخدره موادو د سوداگرۍ د لارې مالي امکانات پيدا کوي. په تېرو څو اونيو کې د افغاني ځواکونو په مشرۍ د مخدره موادو د تجارت په وړاندې لومړي گامونه پورته شول.

افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو غوښتنه په څرگنده توگه آلمان ته هم شوې ده، خو جوته ده چې له آلمان څخه نوره تمه نه ده پکار: په راتلونکي کال کې دلته انتخابات تر سره کيږي او د آلمان حکومت د افغانستان د ماموريت په چوکاټ کې د عسکرو شمېر لا له وړاندې لوړ کړی و.