1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: جرمني دي افغانستان ته د لېږلو د پاره نور عسکر برابر کړي

۱۳۸۶ بهمن ۹, سه‌شنبه

ناټو د آلمان د پوځ څخه په رسمي توګه هيله کړې ده، چي د افغانستان په شمال کي د بيړني حالت د ځواکونو د جنګي ماموريتونو د پاره 250 تنه سرتيري برابرکړي.

https://p.dw.com/p/DKGD
ناټو دا غوښتنه په داسي حال کي کوي، چي ناروې پتېيلې ده په افغانستان کي د بېړني ځواکونو د چوکاټ څخه خپل سرتيري وباسي.
ناټو دا غوښتنه په داسي حال کي کوي، چي ناروې پتېيلې ده په افغانستان کي د بېړني ځواکونو د چوکاټ څخه خپل سرتيري وباسي.انځور: DW
دا خبره د آلمان د دفاع وزارت يوه وياند تاييد کړې ده. د بېړني ځواک دنده د ISAF ټوليو نيولي ده. د جرمني حکومت غواړي، چي د راتلونکي مېلادي مياشتي په پيل کي د ناټو د غوښتني په اړه پرېکړه وکړي. دغه ماموريت به د راتلونکي کال په دوبي کي، کله چي د ناروې د بېړني ځواک عسکر د افغانستان څخه ووزي، پيل سي. د بلي خوا نن د آلمان ددفاع وزير فرانس ژوزيف يونګ په يو ناڅاپه سفر افغانستان ته رسېدلي او هلته يي د اولسمشر حامد کرزي او دفاع وزير رحيم وردګ سره کتلي دي، د آلمان د دفاع وزارت د امنيتي دلايلو له کبله نه غوښتل، چي افغانستان ته د يونګ د سفر په اړه معلومات ورکړي.