1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو تر 2014 م کال وروسته هم په افغانستان کي پاتيږي

۱۳۸۹ آبان ۳۰, یکشنبه

ناټو دافغانستان څخه خپل پوځ باسي . لکه څنګه چي د ناټو عمومي منشي اندرفوګ راسموسن د ليزبن په سرمشريزه کي څرګنده کړه، دافغانستان امنيت به کرارکراراو ګام په ګام افغاني امنيتي ځواکونوته وسپارل سي

https://p.dw.com/p/QEjr
انځور: AP

راسموسن زياته کړيده :

«دراتلونکي کال په پيل کي به افغاني امنيتي ځواکونه دامنيتي عملياتو قومانداني پر خپله غاړه واخلي . ددې هدف دادی چي تر2014کال ترپايه پوري يي بايد په ټول افغانستان کي دعملياتو قومانداني په غاړه اخيستي وي .»

خو راسموسن په هره موقع کي دا بيا بيا ويلي دي چي له افغانستان څخه دناټو دپوځ وتل به دکومي نيټي په اساس اويا دکليزي له مخي ونسي، بلکه دانتقالي دورې بريا پدې برخه کي ډيره مهمه ده . اوکه ټول کارونه له طرحي سره سم هم وشي ، سره له هغه به هم پس له 2014 کاله ناټو په افغانستان کي حاضره وي . د جرمني دبهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلي پدې اړه ويلي دي:

«افغاني امنيتي ځواکونوته دکنترول په لاس ورکول به ددې معني ونلري چي ناټو به کاملأ د افغانستان څخه ووزي ، بلکه ددې معنی داده چي موږ به په افغانستان کي وروسته ترهغه هم له خپل مسوليت سره سم کار وکړو. ځکه چي دابه زموږ له علاقو سره سم نوي چي مونږ افغانستان وروسته له کلونو فعاليت څخه هلته يوازي پریږدو.اونتيجه يې ممکن بيا داوي چي تروريستي ډلي او ځواکونه بيرته هلته لاس بری مينده کړي . اودابه هوښيارانه وړاندي ليدونکی، او دوروسته غم خوړلو سياست نه وي .»

NATO Gipfel Portugal Lissabon November 2010
انځور: AP

دافغانستان جمهوررييس حامد کرزي دمشرانو لدغي غونډي څخه دمخه دخپلو دې غوښتنو سره چي دامريکا متحده ايالتونه دي په افغانستان کي خپل عمليات محدود کړي، دډيري ګډوډۍ او نه تفاهم سبب وګرځيدل .

ده په ليزبن کي وويل :

«ده وليدل چي دافغانستان غوښتنوو ته تفاهم ښودل کيږي .دی له هغو هيوادونو اوسازمانونو څخه مننه کوي چي دده هيواد ته دثبات په راوستلو کي ونډه لري . »

کرزي بيا وويل :

«دنړيوالي ټولني دا ډير فعاليتونه دافغانستان دولس دمصمم والي او سخت کار له لاري تکميليږي دا دواړه به په ګډه مونږله بريا څخه ډکي اوپه بيرته نه راګرځيدونکي ډول دمسوليت دانتقال پر خوا بوزي .»

د جرمني صدراعظمي انګيلاميرکل وويل د ناټو دافغانستان ددندي، او د ناټو اودروسيې دمشرانو دکتني ترمنځ اړيکي موجود دي.ځکه چي دا ويني چي په افغانستان کي ناټو او دهغې پخوانی دښمن روسيه يو دبل په لوري ګام وراخلي . ميرکل زياته کړيده،

« موږپه وضاحت سره ويلي دي: داچي روسيه هم ځان په افغانستان کي دبريا پلاسته راوړلو باندي مکلفه بولي، اوزموږملاتړ دډيرو لوژيستيکي مرستو له لاري پدې برخه کي کوي، ډيره ښه نخښه ده .»

په افغانستان کي به دنورو اقدامونودکيدو په اړه يوه نړيواله غونډه د2011کال ددسمبر په مياشت کي دالمان دبن په ښار کي پريکړه وکړي.

هازلباخ/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري