1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او افغانستان د يو اوږد مهال مشارکت د تړون په لټه کي دي

۱۳۸۹ آبان ۷, جمعه

ناټو غواړي چي له افغانستان سره د يو اږد مهال مشارکت هوکړه وکړي ،ترڅو له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو انديښنه له مينځه يوسي

https://p.dw.com/p/Prst
انځور: AP

پر دغسي يوې موافقې ښايي د نومبر پر 19 په لزبن کي د ناټو په سرمشرايزه کي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او دناټو د عمومي منشي اندرزفوګ رازموسن له خوا د تاييد مهر ولګول شي .

د ناټو د يو لوړ پوړي چارواکي د وينا له مخي، په عين وخت کي د 2011 کال له پيل سره د افغانستان په ځينو سيمو کي افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د سپارلو لړۍ ښايي پيل شي . د «اوږد مهال مشارکت» د تړون د جزيياتو په هکله ښايي وروسته تصميم ونيول شي.

NO FLASH NATO Afghanistan General David Petraeus bei Anders Fogh Rasmussen in Brüssel
انځور: AP

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وسترويله آن په تير دوبي کي وويل چي په راتلونکي ميلادي کال به د افغانستان د 34 ولايتونو څخه لږ تر لږه په درې ولايتونو کي امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، په دې جمله کي يو ولايت د افغانستان په شمال کي د آلمان د پوځي ماموريت په ساحه کي پروت دی . دجرمني د خبري آژانس د معلوماتو له مخي د لزبن په سرمشرايزه کي به د اړوند ولايت يا ولسوالۍ نوم بربنډ نه شي .

Afghanistan NATO Marines Soldaten Krieg
انځور: AP

په ځينو ولايتونو يا سيمو کي د امنيتي مسووليت سپارل له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د سمدلاسه وتلو معنی نه لري . د آلمان خبري آژانس په بروکسل کي د ناټو د يوه چارواکي له وينا، په خپل رپوټ کي زياتوي چي د ناټو تر مشرۍ لاندي د نړيوال امنيتي مرستندويه ځواک،(ايساف) 120 زره پوځيان به تر ډيري اندازې خپل ټول قوت دې متوجه کړي چي افغان امنيتي ځواکونه وروزي . دغه چارواکي چي هويت يي نه دی بربنډ شوی د آلمان خبري آژانس ته وويل : « د دې خبري معنی دا ده چي په 2014 کال کي هم بهرني ځواکونه په افغانستان کي خپل حضور ته دوام ورکوي او شمير به يي همدومره وي چي اوس دی .»

د افغانستان د اعلان شوي پلان له مخي د دغه هيواد امنيتي ځواکونه به په 2014 کال کي د خپل ټول هيواد امنيتي مسووليت خپله پر غاړه واخلي .

آلمان په اوسني وخت له خپلو 4800 سرتيرو په نړيوالو ځواکونو دريم ستر قوت جوړوي .

له افغانستان سره دناټود «اوږد مهال مشارکت» موضوع ته په اشارې سره د ناټو لوړ پوړي چارواکي چي د آلمان له خبري آژانس سره د خپل د نوم او مقام د نه بربنډولو په شرط خبري وکړې، وويل :« افغانان احساس کوي چي نړيوالي ټولني پخوا هم دوی څو ځلي يواځي پريښي دي، مونږ بايد هغوی ته له دغه نوي همکاري سره ډاډ ورکړو چي د مسووليت له ليږدوني يا انتقال څخه زمونږ تصور دا دی چي مونږ هغوی يواځي نه پريږدو.»

د ناټو د دغه چارواکي د وينا له مخي له« اوږد مهال مشارکت» سره به ناټو وکولای شي چي د افغانستان امنيتي ځواکونه په عصري مهارتونو سره وروزي، د افغانستان امنيتي تأسيسات به پياوړي کړي، افغان پوځيان به د ناټو په تعليمي مرکزونو او اکادميو کي نوي پوځي مهارتونه زده کړي .

AG/ DPA/ عبدالباري حکيم

کتونکی