1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټوغواړي ځانته یوه نوې ستراتیژي تعینه کړي

۱۳۸۹ آبان ۲۱, جمعه

ناټو د سړې جګړې د دوران یو نظامي سازمان دی، خو اوس چي د ساړه جنګ کابو دوې لسیزي تیري سويدي او دهغه سیال سازمان دوارسا پکټ هم منحل شوی دی ،نو د ناټو موجوديت تر پوښتني لاندي راغلی دی

https://p.dw.com/p/Q6lQ
انځور: picture alliance/dpa

ناټو غواړي د لزبن په راتلونکې غونډه کي (د نوامبر پر 19 او 20 ) یوه نوې ستراتیژي تعینه کي .

پر دغه موضوع باندي د جرمني په پارلمان کي د بحث پر وخت ، د المان د زرغون ګوندڅخه یورګن ټریټين «ناټو په خپل نوي هدف پسي د ګرځیدو » په اړه یوه ټوکه وکړه. ده وويل،

« که سړی دا د کار د موندني لپاره د عریضې په شکل لیکل غواړي ،نو داسي باید ولیکل سي : یو ډیر ضعیف متقاعد سړی د یوه نوي کار په لټه کي دی .»

په پارلمان کښي د جرمني د زرغون ګوند وکيل یورګن ټریټين
په پارلمان کښي د جرمني د زرغون ګوند وکيل یورګن ټریټينانځور: dapd

خو پوښتنه داده چي آیا ناټو په رښتیا سره یوه نوي مصروفیت ته اړتیا لري، او که نه . آیا ناټو مجبوره ده چي په جبري ډول ځانته د انټرنيټي حملو د ژغورني دنده تعینه کړي .

د جرمني په پارلمان کي مخالفو ګوندونو ددې امله پر ناټو نیوکه کوي . لکه د ګین اړخه ګوند څخه ګیزینه لوټز وایي چي ناټو د 21 پیړۍ د تر ټولو لويي ستونزي په حلولو کي پاته راغلې ده .

« د اقلیم د بدلون له کبله قدرتي ناورینونه پر زیاتیدو دي ،چي په نتیجه کي یې ډيری انسانان د لوږي، د څښلو د اوبو د کم والي، د ځمکي د ښویدو او سیلابونه له امله په تیښته کي دي . آیا ناټو دۍ ته ځواب ویلي سي؟ طبعأ نه . او د اروپا دپاره به د راکټونو دفاعي سسټم څه کټه ولري چي موږ ته بمبونه د فضایي پوستې د لاري راستول کیږي . آیا ناټو ددې لپاره ځواب لري؟ نه . ناټو ددې ځواب نسي ویلی .»

لوټز وویل چي ناټو یوازي په وسلو د سمبالولو صنعت ژوندی ساتلی دی . د نړۍ دوه په دریو کي د پوځي لګښتونو مصرف د ناټو د غړو هیوادو د جيبه ورکول کیږي .

خو د جرمني په پارلمان کي د مسیحي ډيموکراټ ګوند څخه اندریاس شټوکن هوف بیا وویل چي ناټو چي د دفاعي سيسټم په برخه کي کوم فعالیتونه کړي او یا یې په نظر کي لري، هغې ته ډیره اړتیا لیدل کیږي .

« موږ داسي نوو وسایلو ته ضرورت لرو چي هغه موږ د ایران او شمالي کوریا غوندي هیوادونو د ګواښ څخه، چي اټومي وسلې په لاس کي لري، وژغورلی شي. »

Haushaltsdebatte im Bundestag
انځور: picture alliance/dpa

دا چي د راکټانو دفاعي سيسټم به د روسیې په همکاری منځته راسي، دا د المان د بهرنیو چارو د وزیر ګیډو ویسټرویله په نظر یو ډیر لوی پرمختګ دی ،

« موږ په اروپا کي داسي سیمي نه غواړو چي امنیت یې د نورو اروپایي سیمو سره توپیر ولري . موږ په اروپا کښي د امنیت په موضوع کي د بیلوالي یوه کرښه نه کشوو، بلکي موږ د روسیې سره په شریکه ، نه د روسیې سره په مخالفت کښي خپل امنیت ښه کول غواړو.»

د جرمني د بهرینو چارو وزیر دا خبره هم وکړه چي د تجهیزاتو کموالی به د ناټو د نوي تګ لاري یوه مهمه برخه وي .

خو د جرمني په پارلمان کي د ناټو د نوي ستراتیژۍ پر سر بحث لږ دوخته ؤ . د المان د پارلمان ډير وکيلان لا دناټود نوي ستراتیژۍ طرح نه پيژني . ډیری ویناکونکي په دې نظر وه چي د ناټو په غړو هیوادو کي به د نوي ستراتیژۍ پر سر د بحثونو لپاره دا ډيره په ګټه تمامه شوې وای ،چي دوی د ستراتیژۍ په اړه یو څه جزيیات په ډاګه کړي وای .

سونيلا زانډ/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري