نايجريا ته د آلمان د بهرنيو چارو د وزير سفر
۱۳۹۳ آبان ۵, دوشنبه
د آلمان او فرانسې د بهرنيو چارو وزيران، فرانک والتر شتاينماير او لاورنت فابيوس غواړي چې نايجريا ته د خپل دې سفر په ترڅ کې د سيمې د امنيتي او د ايبولا ناروغۍ د وضعيت په هکله د لومړي لاس معلومات تر لاسه کړي.
نايجريا نه يووازي د نفوس له لحاظه، بلکي د طبيعي شتمنۍ او اقتصاد له لحاظه د افريقا د پياوړو هيوادونو له جملي څخه شميرل کيږي. دغه هيواد له کلونو راهيسي د بوکو حرام ترهگري ډلي له خونړيو حملو څخه ځوريږي.
په ښونځيو، بازارانو، کليسياو او د پوليسو پر ماموريتونو باندي د بريدونو له امله په تيرو څو کلونو کې په زرونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په خاصه توگه د بوکو حرام له خوا شپږ مياشتي دمخه په نايجريا کې د ښونځيو نژدې ۲۰۰ نجوني اختطاف ټولي نړۍ ته تکان ورکړ.
د ترهگرۍ پرضد پريکړن اقدام
د آلمان د بهرنيو چارو وزير شټاينماير تر خپل سفر لږ دمخه په برلين کې وويل: «د بوکو حرام د ترهگرۍ پرضد د ناجيريا مبارزه بايد زموږ د ټينگ ملاتړ څخه برخه من وي. د سوسيال ديموکرات دغه سياستوال يادونه وکړه: «په سيمه او د نايجريا تر سرحد دباندي ترهگري د يو پريکړن او همغږي اقدام غوښتنه کوي.»
دغه راز د ايبولا ساري ناروغي هم نايجريا اغېزمنه کړي وه. په تيرو اونيو کې هلته د دغي ناروغې تقريقاً ۲۰ پيښي تشخيص شوي وې. خو اوس ويل کيږي چې دغه هيواد له دغي ناروغۍ څخه ژغورل شوی دی. خو د ايبولا وايروس په لويديځه افريقا کې د خپريدو په حال کې ده.
شټاين ماير وويل: «نايجريا وتوانيده چې په برياليتوب سره د دغي ناروغۍ د خپريدو مخه ونيسي.» هغه يادونه وکړه: «موږ به په دې هکله خبري وکړو چې په دې برخه کې په گډه نور څه کولای شو، څو په اغېزمن شوو هيوادونو کې د ناروغانو درملنه وشي، پر دغه وايروس لاس برتوب وموندل شي او د هغه د خپريدو مخنيوي وشي.»
شټاينماير په لومړي سر کې فرانسې ته ولاړ، څو له خپل فرانسوي سيال سره يو ځای د نايجريا پلازمينې ابوجا ته سفر وکړي. په تيرو مياشتو کې دغو دواړو وزيرانو يو شمير هيوادونو ته په گډه سفر کړی دی.
دغه راز تيره اونۍ دويچه ويله د نايحريا په بل ستر اقتصادي ښار، لاگوس کې د خپلو رسنيو يو دفتر پرانيست. دغه دفتر به د لوېديځي او ختيځي افريقا د پيښو او تحولاتو په هکله د خپلو خبريالانو د رپوټ ورکولو د همغږۍ دنده پر غاړه ولري.