1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناوې ولسوالۍ کي درې ماشومان د ماين قرباني سوي

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په عينک سيمه کي د وسلوالو طالبانو له لوري د يوه ځای پر ځای سوي ماين د چاودني له امله درې ماشومان وژل سوي.

https://p.dw.com/p/11uv6
په افغانستان کی د ماينونو قربانيان تر ډيره ملکي وگړي وي.
په افغانستان کی د ماينونو قربانيان تر ډيره ملکي وگړي وي.انځور: DW

د هلمند د ملي امنيت يوې سرچيني چي د نامه د ويلو څخه يې ډډه کول دويچه ويله ته وويل، دغه ماين دعينک په سيمه کي د وسلوالو طالبانو له لوري د بهرنيو ځواکونو د يوې ګزمې له پاره ځای پر ځای سوی وو، چي په سيمه کي ماشومان وربرابر سوه چي يوتن يي وواژه او دوه نور يي سخت ټپيان کړه.

د سرچنې په وينا دوه ژوبل ماشومان د ايساف ځواکونو د هلکپټر په واسطه د ښوراب د نظامي اډې روغتون ته انتقال سوه چي ماشومانو ته د اوښتو سختو ټپونو له امله دوه نور ماشومان هم روغتون ته د رسول کيدو وروسته ساه ورکړه.

د سيمي اوسيدونکي او د ماشومانو د کورنۍ يوه غړي دويچه ويله ته وويل، سهار شاوخوا اته بجې دغه درې واړه ماشومان د حيوانانو له پاره دشپيشتو د ريبلو په نيت له کوره ووتل چي د طالبانو له لوري ښخ کړای سوی ماين ورباندي وچاوديدۍ او درې واړه يي ووژل.

د پيښي څخه څو شيبې وروسته د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پيښي پړه پر غاړه واخستله او رسنيو ته يې د يوه ليکل سوي ټليفيوني پيغام په واسطه وويل، په عينک کي ددوی له لوري د ځای پر ځای سوي ماين له امله يې درې بهرني سرتيري وژلي دي او ټانګ يي له منځه وړی دی.

داهغه ادعا ده چي دولتي مسيولين يي نه مني.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل