1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناهیلي مهاجرو ځان پلورني ته مخه کړې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

په آلمان کي خیریه سازمانونه ادعا کوي چې ډېر مهاجر د پیسو له پاره بدلمنۍ ته مخه کوي. د دې ستونزي د علتونو په اړه کارپوهان څه وايي؟

https://p.dw.com/p/2bshm
Symbolbild Menschenhandel in der EU
انځور: picture alliance/empics/D. Lipinski

یو ۱۶ کلن فلسطین الاصله سوریايي ځوان په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته په دې هیله رامهاجر شوی چې وبه کولای شي بلاخره خپله کورنۍ هم له سوریې څخه آلمان ته راوغواړي. هغه په ځانګړي ډول غوښتل چې خپله ۸ کلنه خور آلمان ته راوغواړي. د نوموړي کورنۍ لا هم په دمشق کې ده خو هغه اوسمهال د آلمان په پلازمینه برلین کې ژوند کوي.

هغه مهال چې دغه هلک آلمان ته راورسید، هغه ۱۸کلنۍ ته لا نه وو رسېدلی او د آلمان د ځوانانو ادارې له خوا ورته خوندي ځای او پناه ورکړل شوه. دا چې هغه ۱۸ کلن شو، نو هغه مجبور وو چې له دې مرکز څخه ووځي.

په برلین کې هغه مجبوره وو چې له نورو تازه راغلو پناه غوښتونکو سره یوځای د سپورت په یوه مرکز کې ګډ ژوند وکړي. په دې مرکز کې د دې مهاجر د پاملرنې له پاره ټولنیز او امنیتي کارکوونکي شتون نه لري. د سپورت په دې مرکز کې د اوسیدو په ترڅ کې، هغه د ځینو نورو هلکانو له خوا ځورول کېدی. هغه یې وهلی، تهدید کړی او دا کار څو ځله تکرار شوی دی.

دغه مهاجر په دې ویره کې وو چې ګواکې له آلمان څخه به اخراج شي، دا ځکه چې نوموړي یوازي د یو کال له پاره دوهمه درجه د اوسیدو اجازه درلوده. وروسته، نوموړی هلک له دې مرکز څخه وتلی او لادرکه شوی دی. دا چې دې هلک یو رسمي آدرس نه درلود، نو د آلمان د حکومت مرستي هم نه ورسېدلې، نو له همدې کبله دغه ځوان هلک بیا ځان پلورني او نشه يي توکو ته مخه کړې. دې هلک د شپږو میاشتو له پاره د اوسیدنې د ځای په بدل کې د ډیر عمر یو کس ته د جنسي اړیکو وړاندیز کړی.

انفومایګرنټس ته د دیانا هینیګیس له خوا چې په برلین کې د «موابیت هیلفت» په نامه د مهاجرو په یوه خیریه سازمان کې کارکوي، رسیدلی دا یوازې یوه بیلګه ده. په آلمان کې د ایران، افغانستان، پاکستان، سوریې او عراق ځوانو مهاجرو ترمنځ د ځان پلورني پیښې په دې وروستیو کې مخ پر ډیریدو دي. د دې مهاجرو عمرونه د ۱۶ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي خو داسې پیښې هم شته چې د دې مهاجرو عمرونه ان ۳۵ کلونو ته رسیږي.

له سرپرست پرته مهاجرت

آلمان ته زیاتره مهاجر بې سرپرسته راځي. هینیګیس وايي چې «د ۱۸ کلونو پوره کول په دې معنی نه دي چې یو څوک دې بالغ شي او دغه هغه څه دي چې چارواکي ورته پام نه کوي.» د مهاجرو په مینځ کې ځان پلورني ته میلان په دې پورې تړلی دی چې د یو مهاجر د پناه غوښتنه په څه حالت کې ده او د سواد کچه یې څومره ده. په نشه يي توکو روږدي کیدل او بې کوره والی هم په دې کې خپله ونډه لري.

په برلین کې د «هیلف فور یونګس» په نامه د مهاجرو له پاره د مرستو د یوه خیریه سازمان مشر، رالف روټن د انفومایګرینټس هغه معلومات چې پکې مهاجرو ته د پیسو له پاره ځانونه پلوري، تاییدوي. د هغه د سازمان ټولنیزو کارکوونکو په برلین کې له دې راز مهاجرو سره کتلي دي او هغوی ته یې د ایډز او د جنسي اړیکو له لاري د خپریدونکو نورو ناروغیو په هکله معلومات ورکړي دي.

د دغو مهاجرو زیاته برخه د عربو هیوادونو لکه عراق او سوریې وگړي دي او عمرونه یې هم د شلو کلونو په شاوخوا کې دي. د دې سازمان پنځو کارکوونکو په برلین کې تقریباً ۳۰۰ داسې مهاجرو ته مشورې او لارښوني ور کړي دي.

که څه هم دغه سازمانونه غواړي چې له دې راز مهاجرو سره مرسته وکړي خو دوی د دې کار له پاره مالي امکاناتو ته اړتیا لري. دوی د دولتي مرستو او د اعانو په راټولولو سره خپلې چارې پرمخ بیايي. د هغو ټولنیزو کاروونکو ترڅنګ چې په آلماني ژبه خبري کولای شي، دوی همدا راز داسې کسانو ته اړتیا لري چې په عربي، فرانسوي، دري او پښتو ژبه خبري وکولای شي. په یوه پیښه کې دې سازمان یو ژباړونکی ګمارلی وو چې بیا وروسته د دولت له لوري یوازې د درو میاشتو معاش ورکړل شو.

زموږ له ارشيف څخه: