1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نامعلومه سفر

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

آخر د «آمان» مور د خپلي مهرباني ګاونډۍ «ګل بي بي» ته کړل:«زما په ژوند کې به بیا هم خوښي راشي؟!» پوره کال تېر شوی و.

https://p.dw.com/p/11fM2
افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال
افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهالانځور: AP

مور چېرې پرېښوده، چې خپل یو زوی داسې له وطنونو ورک کړي. خو آمان چې کلي او کوڅه کې یو ځل د آلمان د مزو واروېدل، نو د کونډې مور او د ماشومتوب انډیوال «فرید» خبرو او زاریو ته چې دی یې له سفره را ګرځاوه، غوږ ونه نیوه.

د آمان نه پیسې وې او نه د پسونو رمې، هماغه و، چې د مور له اجازې پرته یې ځمکه ګرو کړه او د تورخم موټر ته ورپورته شو. چلوونکي چې هلک ساده وموند، نو په دې پلمه چې له ګېټ څخه یې تېروي، هغه دښتې ته کړ، جیبونه یې ور لوڅ او بیا یې کندې ته ختا کړ.
ښه و، یو نیک زړې بنیادم پرې را برابر شو او بیا یې خپل موټر کې د پېښور حیات آباد کې د خپلې ترورۍ کور ته ورساوه.

ترورۍ او «احمد» زوی یې هغه ډېر ونازاوه، خو چې د المان یې ورنه واورېدل، نو بیا یې ورته سرونه سپین کړل، چې له دې سرې مړۍ تېر شي! خو څوک و، چې آمان له خپل زین کړي آسه راکوز کړي. پېښور کې هم پولیسو ونیوه، چې بیا احمد په ضمانت را خوشې کړ.
مېاشت وروسته یې په ترورۍ ته په دې پلمه چې «اکبر» اکا یې له آلمان څخه بلنلیک ورته رالېږلې! له هغې مخه ښه واخسته او په قاچاقي ویزه الوتکې ته ور پورته شو. د المان په هوایي ډګر کې ځایي سرحدي پولیسو ونیو، خو ښه و یوه بل افغان مسافر یې اکا را خبر کړ. اکا یې د سرحدي پولیسو له لاسه راخلاص او کورته کړ. اکا ورته ووېل چې آلمان کې قبلېدل ډېر سخت شوي او ته له کوره مه وځه چې پولیس دې نیسي!

څوک و چې د آمان مخه ونیسي! هغه غوښتل په یوه ورځ پاچا شي، مور ته ښه غټه غوټه واستوي او بیا د دنیا په مزو ځان ښه موړ کړي! هغه په خپل سر ولاړ او له یوه بل افغان کډوال «جمیل» سره، چې د ده په شان ناقانونه هلته اوسېده، د جوړونې په یوه شرکت کې، په غیر قانوني کار بوخت شو. په لومړۍ ورځ یې دروند پولادي سیخ په پښه ورولوېد او د بستر شو. اکا یې هغه کورته کړ. هغه او مېرمنې یې ورته وېل چې له ناقانونه کاره تېر شي، کنه په لویه بلا به واوړي. خو آمان بېرته ځان جمیل ته ورساوه. په ګوډې پښې، په ساختماني شرکت کې په کارکولو شو.

شپږ مېاشتې وشوې، خو آمان ددې نه و شوی چې مور ته کومه غوټه ورولېږي. هغه له ناروغ ځان سره نور هم پرځان فشار راوړ او سختو کارونو ته یې اوږه ورکوله. د شرکت خاوند یوازې نیمې وعده شوې پېسې ورکولې. بله ورځ چې هغه او جمیل جوړه ورغلل، چې د مزدورۍ پوره پېسې ترې واخلي؛ د شرکت څښتن په دې وګواښل چې ناقانونه کارګر دي او که یې پولیسو ته په لاس ورکړل، بیا به یې هډونه په جېل کې وراسته شي.
آمان او جمیل ځوړ غوږونه له شرکته راووتل. «جاوید» بل افغان کډوال و، چې د ودانیو په رنګولو لګیا و. هغه دواړه خپل مالک ته وروښول، هلته په کار ولګول شول؛ خو مالک په هغوی ومنله چې د کار تر زده کړې به وړیا مزدورۍ کوي.

اوس نو آمان هغه نه و پاتې چې په کلي کې به یې له فرید سره راز راز مستۍ او شوخۍ کولې. د پښې پر خوږو سربېره هغه په رواني رنځ هم اخته شوی و. او دې کار جمیل ډېر ځوراوه. آمان ورځ تر بلې له ښې وت. ښه و بله ورځ فرید ور یاد شو. هغه ته یې په تیلفون خپل حال تېر کړ.

ها خوا په کلي یې کې مور ناروغه پرته وه. هغې د ناآمېدۍ د اوښکو له توېولو سره ګاونډۍ «ګل بي بي» ته ویل:
«آمان په سپېره ډاګ پرېښولم. نه د هغه احوال راځي، نه دومره څوک شته چې ما ډاکټر ته بوځي؟»

هغې همداسې د خپل زړه غمونه را سپړل چې ور وټکېد. د امان پخوانی انډیوال «فرید» و. هغه د آمان د بېرته راتللو زیری ورباندې وکړ. آمان د فرید په مرسته بېرته کلي ته راستون شوی و.

ليکونکی: انور وفا

کتونکی: نسيم صابر