1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ناقانونه مهاجر بايد ژر له آلمانه وايستل سي»

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبه

د آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند وايي چي د ناقانونه مهاجرو د قانوني کولو مخالفت به وکړي. دوی وايي چي د دا ډول قانوني کولو وړانديز حيران کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Jn0o
Deutschland Abschiebung Polizei
انځور: picture alliance/dpa/D. Maurer

د آلمان په ولسي جرګه (بندسټاګ) کي د کورنيو چارو د سياست له پاره د مسيحي اتحاد د پارلماني ډلي وياند شتېفن ماير، ويلي دي چي د پټو سوو مهاجرو د قانوني کولو سخت مخالفت کوي. د آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد دغه سياستوال د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اګست ۸ مه نېټه) د MDR په نوم رسنۍ ته وويل چي «زه په رشتيا سره دغه وړانديز ډېر حيران کړی يم.»

دغه سياستوال ويلي دي چي د ټولو پټو سوو ناقانونه مهاجرو قانوني کول او بېله توپيره د ټولو له پاره يو حل به غېر مسؤلو کسانو ته د زيات امتياز سبب سي.

دا هغه کسان دي چي په وينا يې په مياشتو مياشتو د پناه غوښتني د خپلي دوسيې په پروسه کي خنډونه رامنځ ته کړي او د بېلګي په توګه د خپل نوم او هويت په څرګندېدو کي يې همکاري نه ده کړې او په دې توګه يې دغه پروسه ځنډولې ده.

«په چټکه توګه دي وايستل سي»

شتېفن ماير، زياته کړې ده چي د دغو کسانو د قانوني کولو پر ځای بايد «ټول هغه کسان چي په آلمان کي د پاته کېدو حق نه لري او بايد د قانون له مخي له آلمانه ووزي، هغوی په چټکه توګه له هيواد څخه و ايستل سي.»

ماير په خپلو دغو څرګندونو سره د آلمان د تيورينګن ايالت د لومړي وزير او د کيڼ ګوند د سياستوال بودو راملو، د يو وړانديز په وړاندي غبرګون ښودلی دی. راملو د شنبې په ورځ وړانديز کړی ؤ چي هغه مهاجر چي له زيات وخت راهيسي په آلمان کي له چارواکو څخه پټ دي، هغوی دي قانوني کړل سي.

بودو راملو، اټکل کړی ؤ چي په آلمان کي ښايي «۲۰۰ زره داسي مهاجر ژوند کوي چي له چارواکو سره هيڅ ډول تماس نه لري.» بودو راملو، د دې تر څنګ د هغو پناه غوښتونکو له پاره د دايمي اقامې يا د پاتېدو د ويزې غوښتنه کړې وه چي له زيات وخت راهيسي يې د پناه غوښتني دوسيې ځنډېدلي وي خو دغو کسانو په آلمان کي ځان ځای کړی يا په اصطلاح ريښې يې ټينګي کړي وي.

خو د مسيحي سوسيال اتحاد سياستوال ماير، بر عکس پر دې ټينګار کړی دی چي دا چي د مهاجرو د پناه غوښتني دوسيې اوس دم ګړی زيات وخت نيسي، نه بايد ورڅخه دا نتيجه واخيستل سي چي هر څوک چي له دوو کالو راهيسي په آلمان کي دی هغه دي قبول سي.

دغه سياستوال زياته کړې: «زه شخصا دغه ډول يوه فيصله په بشپړه توګه غلطه بولم.» ماير، ويلي دي چي دغه ډول يوه فيصله به «د نه اټکل وړ جزابيت» سبب وګرځي.

د ماير په وينا دا هم د باور وړ نه ده چي په آلمان کي دي په سونو زره داسي کسان موجود وي چي په هکله يې څوک نه دي خبر.