1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناسا: مځکه په ۲۰۱۲ کال کې له منځه نه ځي

۱۳۹۱ فروردین ۲, چهارشنبه

په دې وروستیو کې داسي اوازې وې چي په ۲۰۱۲ کال کې به مځکه له منځه ولاړه شي. خو ناسا دغه اوازې بې بنسټه بولي.

https://p.dw.com/p/14OP2
انځور: AP

په لومړي ځل ویل کیدل چې نړۍ به په ۲۰۰۰ کال کې له منځه ولاړه شي خو دا کال په خير تير سو. تر دې وروسته بیا ۲۰۰۸ کال د نړۍ د وروستي کال په توګه نومول شوی وو، په دې کال کې هم نړۍ له منځه نه ولاړه، اوس داسي اوازې وې چې نړۍ به د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر د میاشتې پر ۲۱مه نیټه له منځه ولاړه شي.

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې ناسا، پخپله انترنیت پاڼه کې لیکلي دي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۸ کال په څیر به ۲۰۱۲ کال هم له ستونزو پرته پای ته ورسید. د ناسا په حواله که داسي کومه پېښه رامنځ ته کیدای نو فضا پوهانو به د هغې په اړه څو لسیزي مخکي معلومات تر لاسه کړي وای. ناسا وايي چي له څلورو میلیاردو کلونو راهیسي په مځکه کي کومه ناوړه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

د نړۍ د پای ته رسیدو خبره د لومړۍ ځل له پاره هغه وخت راپورته شوه چې یو شمیر کسانو ادعا وکړه چې د مځکې کره به له «نیبیرو» نومي ستوري سره وجنګیږي. ویل کیدل چې دغه ستوری د«سومریانو» له خوا پیژندل شوی دﺉ.

لومړی داسي اوازې وې چي بیبیرو به په ۲۰۰۳ کال کې له ځمکي سره وجنګیږي خو کله چې په دغه کال کې کومه پېښه رامنځ ته نه شوه د ځمکې د له منځه تلو نیټه د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر د میاشتي ۲۱ نېټه وټاکله شوه.

دا په داسې حال کې ده چې ناسا وایي د بیبیرو په نوم کوم ستوری چې د مځکې پر لور را روان وي، شتون نه لري. د ناسا په خبره که داسې یو ستوری وای چې په راتلونکي ډسمبر مياشت کې له ځمکې سره جنگیدلای نو اوس به له ځمکې څخه لیدل کیدای.

هغه کسان چې ادعا کوي چې په ۲۰۱۲ کال کې به په نړۍ کي ژوند له منځه ولاړ شي یوه بله کيسه هم لري. هغوی وایي چې په ۲۰۱۲ کال کې به په مځکه کي«قطبي بدلون» رامنځ ته شي.

دغه کسان ادعا کوي چې په مځکه کې به يوازي د ځو ورځو په ترڅ کې قطبي بدلونونه رامنځ ته شي چې په پایله کې به ئې یوازي د څو ورځو په ترڅ کې د مځکي پر سر ډیر ژوندي موجودات له منځه ولاړ شي.

ناسا دغه ادعا هم بې بنسټه بولي او وایي چې «قطبې بدلون» د څو ورځو په ترڅ کي نه، بلکي د څو زره میلیونو کلونو په موده کې رامنځ ته کیږي. ناسا همداراز ویلي دي چې کله نا کله پر ځمکه باندي وړې اسماني ډبري رالویږي چې هغه هم د مځکي اتوموسفیر ته د راداخیلیدو پر وخت په زراتو بدلیږي.

ناسا ویلي دي چې لويي اسماني ډبري ډیر کم وخت پر مځکه رالویږي. وروستۍ لویه اسماني ډبره ۶۵ میلیونه کاله مخکي پر مځکه راولوېدلې وه چي پر مځکه ئې د دایناسورو نسل له منځه یووړ.

اوس ناسا د هغه اسماني ډبرو چي د مځکي پرلور را رواني وي د په نخښه کولو یو پروگرام په لاره اچولی دئ. ناسا پخپله انترنت پاڼه کې لیکلي دي چې دغي ادارې داسي کومه اسماني ډبره نه ده په نخښه کړې چې په دې وروستیو څو کلونو کې دي پر مځکه راولویږي.

ناسا ویلي دي په ۲۰۱۲ کال کې د مځکي د له منځه تللو او یا هم د ځمکې پر سر د ژوندیو موجوداتو د نابودیدو ادعاوي او اوازې بې بنسټه دي. د هغوی په حواله په راتلونکو څو لسیزو کې د مځکي پر وړاندي کوم گواښ نسته.

مسعود جهش/ د ناسا انترنیتي پاڼه
کتونکی: نجیب الله زیارمل