ناروې غواړی چي په افغانستان کي خپل کومکونه 50 فيصده نور هم اضافه کي
۱۳۸۶ بهمن ۱۷, چهارشنبهاعلان
او دوه نور يې ټپيان سوي دي . دغه پيښه هغه وخت رامنځته سوه ، کله چي په سړک کي پټ سوی ، يو بم وچاودۍ . ددغو عسکرو دهوويت په باب تر اوسه پوري څه ندي ويل سوي . دوی د افغاني عسکرو سره يو ځای ګزمه کوله .
دبله طرفه ناروې غواړی چي په افغانستان کي خپل کومکونه 50 فيصده نور هم ډير کي ، او د ملګرو ملتو څخه يې وغوښتل چي د افغانستان په بيا آبادولو کي قوي رول باري کي . د ناروې د خارجه چارو وزير يونس ګار سټيوره ، پرون د پارلمان په مخکي وويل چي ناروې په افغانستان کي په 2007 کال کي په ملکي برخه کي تقريبآ 62 مليونه ايرو مصرف کړي دي ، چي په 2008 کال کي به هغه 93 مليونه ايرو سي .
ناروې به په خپلو 500 عسکرو سره په افغانستان کي د ناټو په رهبرۍ سره د پوځونو ملاتړ وکي . خو ده وويل چي په ملکي برخه کي د ډيري او ښې مرستي ضرورت زيات دی .