ناروېږي لوبغاړي د مډالونو ريکارد جوړ کړ
۱۳۹۲ بهمن ۲۰, یکشنبهتر بیورندلین د مخه هم د المپيک په ژمنیو سیالیو کې تر ټولو د ډیرو مډالونو کټلو ریکارډ د بیورن ډاییلي، په نامه د سکي لوبي یو تن بل ناروېږي لوبغاړي ترلاسه کړی وو.
اوس د بیورندلین د مډالونو شمیر ۱۲ ته ورسېد. د يوه بل مډال په ګټلو سره به هغه د المپیک په ژمنیو سیالیو کې د سکي تر ټولو د ډیرو مډالونو ګټونکی لوبغاړی وي.
په دې بریالیتوب سره ۴۰ کلن بیورندلین، د المپیک په ژمنیو سیالو کې تر ټولو د لوړ عمر لوبغاړی دی چې د سرو زرو مډال ترلاسه کوي. مخکې تر دې د سکي کاناډايي لوبغاړي ریسر ډف ګبسن، د ۲۰۰۶ مېلادي کال د المپيک په ژمنیو سیالیو کې په ۳۹ کلنۍ کي د سرو زرو مډال ترلاسه کړی وو.
بیورندلین د شنبې ورځي تر بریالیتوب وروسته وویل: «همېشه زما له یاده وزي چې زه ۴۰ کلن یم. ماته داسي ښکاري چې زه ۲۰ کلن یم. زه په یوه ډیر ښه حالت کې یم. زه ډیره ټينګه اراده لرم. ما د دې له پاره ډیره ښه امادګي نیولې وه او زه اوس ډیر ښه احساس کوم.»
هغه وویل چې دې بریالیتوب هغه ډیر ډاډه کړی دی. بیورندلین وویل: « اوس زه مطمین یم. دا زما له پاره کافي ده. تر دې وروسته چې زه هر څه تر لاسه کوم هغه به نو زما له پاره نور اله نور وي. ما د سرو زرو مډال ترلاسه کړی دی او دا ډیره ښه خبره ده.»
بیورندلین، لس کیلومتره ټاکل شوی واټن په ۲۴ دقیقنو او ۳۳،۵ ثانیو کې وواهه او بریالیتوب ته ورسید.
آسترالیايي لوبغاړي دومینیک لاندیر ټینګیر، تر بیورندلین ۱،۳ ثانې وروسته ټاکلی هدف ته ورسېد چې په دې سره هغه دوهم مقام تر لاسه کړ.
له چک جمهوریت څخه یاروسلاف سوکپ، تر بیورندلین ۵،۷ ثانيي وروسته هدف ته ورسید چې په دې توګه هغه د دریم مقام په ترلاسه کولو سره د برونز مډال وګاټه.
د سیالۍ په پيل کې روسيي لوبغاړي انتون شپولین په پرلپسې ډول د بیورندلین له پاره یو خطر ګڼل کېدی، خو د هغه یوه تیروتنه د ناروېږي لوبغاړي بریالیتوب ته زمینه برابره کړه.