1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناروي: دوه جلاجلا پیښو کي 91 کسان وژل شوي

۱۳۹۰ مرداد ۱, شنبه

په ناروي کي پرون «جمعه» د دوه جلا جلا پیښو په ترڅ کي 91 کسان ووژل شول. دغه کسان وروسته له هغي ووژل شول چي یوه وسلوال وګړي د ځوانانو پر یوه کمپ ډزی وکړي او یوي چاودني د ناروي مرکز، اوسلو ولرزوه

https://p.dw.com/p/1228t
د ناروي په مرکز اوسلو کی چاودنه
د ناروي په مرکز اوسلو کی چاودنهانځور: dapd

د پولیسو مشر، سوینانګ سپانهیم، ویلي چي یوه وسلوال وګړي چي د ځوانانو په یوه کمپ ډزي کړی. هغه زیاته کړي چي برید کونکي 32 کلن نارویجی وکړي وه چی د په انترنیت کی یی د مسلمانانو ضد پیغامونه هم نشر کړي ول.

هغه همداراز ویلي چي لا تر اوسه ډیر وخت دي چي دا خبره وشي چي ایا د مسلمانانو ضد عقاید د دغی پیښی تر شا وو او که نه.

که څه هم د ناروي رسنیو ویلي چي د حمله کونکی نوم «اندریس بیهرینګ بریویک» ده خو پولیسو د دغو معلوماتو د تاییدولو څخه ډډه کړی ده.

دا په داسی حال کی ده چي پولیسو ګواښ کړی چي د پیښی د قربانیان شمیر کیداي شی لا په سي لوړ شي. په همدي حال کي پولیسو د عامو خلکو له تګ را تک څخه بندیز لری کړی دی.

د ناروي د پولیسو ویاند، اري فرایخولم، د فرانسي خبري اژانس ته ویلي چي د هغي پیښی په ترڅ کي چي یوه اوګړي د ځوانانو په یوه کمپ ډزی کړي تر اوسه د حد اعقل 80 کسانو د مړیني پخلي کولای شي. هغه زیاته کړی چی دغه شمیره کیدای شي چي لوړه شي.

دا په داسی کي ده چي پولیسو تر دي وړاندي ویلي وه چي د ناروي په مرکز اوسلو کي د لومړي وزیر د کار دفتر ته نږدی د یوي چاودني په پاي کي اوه کسان وژل شوی او نهه نور سخت ټپیان دي.

د TV2 ټلویزیون د راپورونو له مخی برید کونکی چي اوس د پولیسو په بند کي ده د ښي اړخو تندلارو سره تړاو لړي چي په نوم یی دوه میله وسلي هم ثبت شوي وي. دغه وګړي د خپلي د فیسبوک په صفحی کي ځان یو محافظه کار عیسوي معرفي کړي او ویلي یي وو چي د ښکار او جنګي کمپیوټری ګیمونو سره علاقه لری.

د ناروي لومړي وزیر، شتولنبرګ، ویلي چي ناروي د اروپا یو له ډیرو امنو هیوادونو څخه ده او دغه پیښه به یی و نه ډاره کړي.

هغه زیاته کړي چي اوس د ناروي لپاره یو ډیر سخت وخت دي او دا چي راتلونکی وخت به دا خبره روښانه کړي چي د دغو حملو تر شا څوک ول او دا چي هغوي ته به څه ډول جزا وکړل شي. د ناروي لومړی وزیر زیاته کړي:

«هغه څوک چی د دغو بریدونو تر شا دي هغوی ته زمونږ پیام واضح او روښانه ده او هغه دا چي تاسو نه شي کولای چي زمونږ دیموکراسی ته تاوان ورسوي.»

په نارویجی ځوانانو د ډزو پیښه وروسته له هغی رامنځ ته شوي چي شاوخوا 500 ځوانان د «یوتویا» په جزیري کی سره راغوند شوي ول ترڅو د دغه هیواد د لومړي وزیر خبري واوري.

د پیښی عینی شاهدانو صحنه ډیره ډاروونکی تعریف کړي ده. پولیسو ویلي چي برید کونګي د پیښی پر مهال د پولیسو یونیفورم په ځان کي درلوده. پولیسو دا خبره هم په ډاګه کړي چي برید کونکي هیڅ کله هم د ناروی پولیسو کی دنده نه درلوده.

نړیوالی ټولنی او ملګرو ملتونو هم پر ناروي تر سره شوی بریدونه غندلی دی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم