نارنج ګل مشاعره په انځورونو کي
سږ پسرلی ننګرهار کې د نارنج ګل کلنۍ دودیزه مشاعره د ډېرو له پاره ځکه په زړه پورې وه، چې د مشاعرې تر څنګ پکې د سهار له خوا یوه بوختوونکې مېله د اتڼونو، بېلابېلو نندارو او سندرو سره مله وه.
د مشاعرې تر څنګ ځوانانو اتڼونه واچول
د ټنګ ټکور پروګرام هم نیول سوی ؤ
د مشاعرې پر وخت موسم هم ډېر ښه او ساز ؤ
مشاعرې ته ځوان او سپين ږيري يو شان په لوی تعداد راغلي ول
په مشاعره کي د مېرمنو ونډه کمرنګه وه
د مشاعرې تر څنګ د پښتنو بعضي کلتوري توکي هم نندارې ته وړاندي سوي ول
د نورو شاعرانو تر څنګ مطيع الله تراب هم مشاعرې ته خپل نوي اشعار وړاندي کړل
نارنج ګل په افغانستان کي يوه له مشهورو مشاعرو څخه ده
مشاعرې ته نوي او ځوانو شاعرانو هم خپل کلام واوروی.
شاعرانو د نازک خيالۍ تر څنګ په خپلو اشعارو کي د تنقيد او شوخۍ موضوعاتو ته هم ځای ورکړی ؤ
د هميشه په څېر د ننګرهار د شاعرانو تر څنګ د افغانستان له نورو برخو هم شاعرانو او ليکوالانو په دغه مشاعره کي ګډون وکړ
د نارنج ګل مشاعره د ننګرهار ولايت د مشهورو نارنجو د ګلانو په وږمو کي تر سره کيږي
انځورونه
1 | 12انځورونه