نادولتي ټولنه ټپي شوي افغان ماشومان آلمان ته راوړي
۱۳۸۶ مهر ۳۰, دوشنبهاعلان
ښاغلی ارديانر له پنځه ويشتو کالونو راهيسې په آلمان کې ژوند کوي او له پنځو تنو نورو مرسته کوونکو سره يې په روانه مياشت کې گڼ شمېر زخمي شوي افغاني ماشومان آلمان ته راوستل. شل تنکي ماشومان چې په آلمان کې تر درملنې وروسته اوس روغ او جوړ دي بېرته افغانستان ته ستانه شول او 59 سخت ټپي شوي ماشومان الوتکې ته وخېژول شول. د ټولنې يو بل فعال غړی مارکوس دېوندر نوميږي چې په 1994 م کال کې يې په پاکستان کې د افغانانو له يو کمپ څخه ليدنه کړې وه. هغه وخت يې شپږ زخمي ماشومان په خپلو پيسو روغتون ته ورسول تر څو د هغوی علاج وشي. نوموړی د ښاغلي اديانر په همکارۍ په آلمان کې له څلويښتو شفاخانو او 230 هغو کورنيو سره په تماس کې دی چې آلمان ته د راوړل شويو ماشومانو پالنه کوي.