1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو په ليبيا کی له جنګی الوتکو څخه کار واخیست

۱۳۹۰ خرداد ۱۴, شنبه

د ناټو چارواکو ويلي چی دوي په ليبيا کی د لومړی ځل لپاره د معمرالقذافي د ځواکونو په وړاندی له جنګی څرخی الوتکو څخه کار اخيستی ترڅو ده ته وفادار ځواکونه په نښه کړي

https://p.dw.com/p/11UHs
د ناټو جنګی څرخی الوتکی (اپاچیس)
د ناټو جنګی څرخی الوتکی (اپاچیس)انځور: Guy Pool/British Ministry of Defence

د مارچ د مياشتي څخه را په دي خوا د ناټو ځواکونو د معمرالقذافي په وړاندي هوايي بريد په لاره اچولی. اوس د لومړی ځل له پاره د قذافي د ځواکونو په وړاندي د جنګی څرخی الوتکو څخه کار اخيستل شوی.

د ناټو لخوا په خبري شوي يوي خبر پاڼي کی راغلی چی د شنبه په ورځ ناټو د لومړي ځل لپاره د ليبيا په جګړی کی د څرکی الوتکو څخه کار واخيست.

د خبرپاڼي له مخی د ناټو ځواکونو دغه څرخي الوتکي قذافي ته د وفادارو پوځي موټرونو، اډو او پياده ځواکونو د په نښه کولو په موخه کارلی.

په ليبيا کي د ناټو د عملياتو يو چارواکی، جنرال بوچارد، وويل چي د ناټو ځواکونه به د دغو شان وسايلو څخه د ضرورت په صورت کی استفاده وکړي.

فرانسي او بريتانيا تيره مياشت ويلي ؤ چی دوي به په ليبيا کی د رواني جګړي لپاره څرخي الوتکي چمتو کړی.

د ناتو په خپرپاڼي کي همداراز راغلي چي د څرخي الوتکو څخه استفاده به د ليبيا په جګري کی اسانياوي راولی.

د خبرپاڼي په حواله د دغو الوتکو څخه په استفادی سره به قزافي ته وفادار ځواکونه په اسانی سره په ګوته شي.

دا په داسي حال کی ده چی د قذافي د مخالفو قواوو سره چين د څپلی لومړی رابطي پخلی کړی دی. چينايي چارواکو د ليبيا د دولت له مخلفينو سره په قطر کي ليدلي دي.

د متحده ايالاتو د سنا مجلس هم په باراک اوباما غږ کړي چی په ليبيا کي خپل دريځ روښانه کړي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم