1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو روسيې ته د ځواکونو پياوړې کونې گواښ کوي

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د شمالي اطلس نظامي ټلوالې ناتو، له گرجستان څخه بيلو شوو سيمو ابخازين او زود اوزيتين کې، د روسي ځواکونو پر زياتونه باندې سختې نيوکې کړيدي.

https://p.dw.com/p/DrmM
گرجستان څخه بيل شوی سيمه ابخازين
گرجستان څخه بيل شوی سيمه ابخازين

د ناتو وياند څرگنده کړې، زورزياتي حالات کړکېچن کړي او د گرجستان ارضي تماميت ته زيان رسوي.

د گرجستان د بهرنيو چارو وزير په بروکسل کې د خپلو ليدنو کتنو په ترځ کې دا گواښ کړی، چې هغه هېواد به نړيوال تجارتي بازار WTO ته د روسيې د ورتگ مخه نيسي.

نوموړي وزير گواښ وکړ، که چېرته روسيه له گرجستان څخه بېلو شوو سيمو سره پر خپلو تجارتي اړيکو باندې له سره غور ونه کوي، نو د نړيوال تجارتي بازار په لور به يو گام هم پر مخ ولاړه نه شي.