م م :د ترياکو په توليد کي ۴۶ سلنه کموالی راغلی
۱۳۸۹ مهر ۸, پنجشنبهدغه اداره اټکل کوي چي د افغانستان کوکنارو ته په نړيواله کچه اړتيا مخ پر زياتيدو ده او بيه يي هم ډيره لوړه سوې ده.
په رپوټ کي راغلي چي په ۲۰۱۰ کال کي د افغانستان د کوکنارو توليد۳۶۰۰ ټنه دی په داسي حال کي چي د مخه د توليد کچه ۶۹۰۰ ټنه ول.
UNODC د دغه کمي اصلي لامل د افغانستان په جنوب کي د يوه نباتي ناروغۍ را منځ ته کيدل ښيي چي تقريباً۴۰سلنه کروندې يي له مينځه وړي دي.
د دغه سازمان مشر يوري فودوتوف ويلي چي دا نړۍ ته يوه ښه خبر ځکه دی چي د هيروينو په نړيوالو مارکيټونو کي به سږ کال کمی وليدل سي.
په کابل کي د دغه ادار مسول جان لو ليمهاوي نن په يوه خبري غونډه کي وويل چي د افغانستان په جنوب او لويديځو يو شمير ولايتونو کي د مخدره توکو کرکيله همداسي روانه ده.
په دغه خبري ناسته کي د مخدره توکو سره د مبارزې افغان وزارت د هيواد ۲۰ ولايتونه د کوکنارو څخه پاک اعلان کړي او په څلور نورو کي هم د کوکنارو کښت صفر ته نږدې دي.
د مخدره توکو سره د مبارزي وزير ضرار احمد مقبل وايي چي د مخدره توکو کار وبار په جنوبي او لويديځو سيمو کي د جنايت کارو ډلواو بغاوتونو له امله دی.
اوس مهال پرهغو ځمکو چي کوکنار کرل کيږي اندازه يي ۱۲۳۰۰۰ هکټارده او۹۸ سلنه کروندي يوازي د افغانستان په نهو جنوبي او سويل لويديځو ولايتونو کي دي.
مقبل وويل چي هلمند او کندهار په دغه برخه کي مخکښ دي او ددغو دواړو څخه يوازي په هلمند کي د افغانستان ۵۳ سلنه کوکنار کرل کيږي.
د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې دغه رپوټ وايي چي۸۷ سلنه کوکنار په جنوب او۱۲سلنه د افغانستان په لويديځ کي توليديږي.
رپوټ وايي چي د کوکنارو د توليد د کميدو سره سره هغه عوايد چي له دغي برخي رامنځ ته کيږي لا پر خپل ځاي زيات دي.
سږ کال د ترياکو له اړخه د افغانستان په ناخالصوعوايدو کي ۶۰۴ مليونه ډالره زياتوالی راغلی په داسي حال کي چي دغه اندازه تير کال ۴۳۸ مليونه ډالره وه.
د ملګرو ملتونو سازمان ويلي چي د افغانستان د ترياکو څخه د جنوبي او مرکزي اسيا پر يو شمېر هيوادونو سربيره، د روسيې، اروپا او امريکا خلک هم کړيږي.
خو د مخدره توکو د مبارزې وزير وويل چي نړيوال بايد په ټنګه سره د هغو خوارو افغان بزګرو سره مرسته وکړي چي د خپل ژوند بقا د کوکنارو په کرلو کي ويني.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل