1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مې د انتخاباتي کړکېچ سربېره، خپله تګلاره نه بدلوي

۱۳۹۶ خرداد ۲۰, شنبه

سره له دې چې د بريتانيې صدراعظمې، تريزا مې، په پارلماني انتخاباتو کې د خپل ګوند مطلق اکثريت له لاسه ورکړی دی، خو هغه ښايي وغواړي خپل کار ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/2eRgq
London Theresa May
انځور: Getty Images/C. Court

په لويه بريتانيا کې د پارلماني انتخاباتو په نتيجه کې د ناکامۍ سربېره صدراعظمه، تريزا مې غواړي قدرت وساتي او خپل هېواد له اروپايي اتحاديې څخه وباسي. د جمعې په ورځ يې د بريتانيې له ملکې دويمې اليزابېت څخه هيله وکړه چې دې ته د حکومت د جوړولو اجازه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د مې په مشرۍ محافظه کاره ګوند په انتخاباتو کې مطلق اکثريت له لاسه ورکړی دی.

په عين ورځ د توريس يعنې د محافظه کار ګوند له خوا د شمالي ايرلنډ د دموکرات يونيونيست پارټي يا ډي يُو پي سره د ائيتلاف جوړولو په سر خبرې اترې پيل شوې. مې وويل چې د هغوی ائيتلاف به «ډاډ» رامنځ ته کړي او بريتانيا به د برېکسيټ په سر د خبرو اترو په لړۍ کې بدرګه کړي. دغه خبرې به ښايي د جون په ۱۹مه نېټه پيل شي. د ډي يُو پي ګوند مشرې، ارلېن فوستر، وويل چې هېواد ته د ثبات وربخښلو په موخه همدا اوس ټول امکانات سنجول کيږي.

تر ټولو وروستۍ رايې هم وشمېرل شوې

په دې ترڅ کې ټولې رايې شمېرل شوې دي، چې له مخې يې محافظه کار د توريس ګوند په پارلمان کې ۳۱۸ چوکۍ او د کارګرو ګوند، لېبر، ۲۶۲ چوکۍ تر لاسه کوي. د سکاټلند ملي ګوند، اس ان پي، ۳۵ چوکۍ، ليبرال دموکراتان ۱۲، ډي يُو پي څه باندې لس سيټونه او باقي نور ګوندونه ۱۳ چوکۍ خپلوي.

د لندن په مرکز کې د کېنسينګټن د انتخاباتي حوزې وروستۍ پايله يوازې د جمعې په ماښام راووتله. هلته د تر سره شوې جوختې سيالۍ له کبله رايې درې وارې له سره وشمېرل شوې. د لېبر ګوند ګټونکې نوماندې په پای کې يوازې شل رايې زياتې ګټلې وې.

د لېبر مشر د اقليت حکومت پر جوړولو غور کوي

د کارګر يا لېبر ګوند مشر، جېرېمي کوربين، له مې څخه وغوښتل چې استعفا دې ورکړي. د ده په خبره هغې رايې، چوکۍ او هم اعتبار له لاسه ورکړی دی. د ده په خبره دې هغه «ولاړه شي او هغه حکومت ته دې ځای ورکړي چې په رښتيا سره د دغه هېواد له ټولو خلکو څخه نمايندګي کوي.»

کوربين د خپل ځان په مشرۍ د اقليت يو حکومت مطرح کړ. په دې ترڅ کې نه يوازې چپي ليبرالې ورځپاڼې لکه «د ګاردين» تېريزا مې سخته ځپل شوې بولي. په خپله نننۍ ګڼه کې دې ورځپاڼې دغه سرليک ټاکلی دی: «له کبره څخه تر خجالته پورې». خو مې نه يوازې خپل طرف نه بدلوي، بلکې داسې ښايي چې غواړي ځينې مهم وزيران هم په خپله کابينه کې وساتي. داسې ويل شوي دي چې د بهرنيو چارو وزير، بوريس جونسن او د برېکسيټ وزير، ډيويد دېويس، به خپله دنده وساتي او سربېره پر هغوی به د ماليې وزير، فيليپ هېموند، د دفاع وزير، مايکل فېلن او د کورنيو چارو وزيره، اېمبر رود، هم په خپلو وظيفو کې پاته شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.06.2016):