مېرکل ښايي افغانستان ته ولاړه شي
۱۳۸۶ مهر ۲۳, دوشنبهاعلان
د آلمان د حکومت مرستيال وياند توماس شتېگ دغه خبره نن، دوشنبه په برلين کې وکړه. په تېره بيا د آلمان د شنو گوند له مېرمن مېرکل څخه غوښتي وو چې افغانستان ته دې ولاړه شي تر څو وضع له نژدې وڅاري او د امنيت په ټينگښت کې اغېزمن گامونه اوچت کړي. ويل کېدل چې دا د لومړۍ وزيرې دنده ده تر څو افغان حکومت دې ته وهڅوي چې خپل مسووليت داد کړي او سربېره پر دې دې مېرکل له آلماني مرستندويانو څخه هم د هغو د کړو مرستو په اساس مننه وکړي.