1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل پوتین ته د تجارتي حوزې وړاندیز کړی

SZ, dpa, afp, rtr۱۳۹۳ بهمن ۳, جمعه

د یوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل مسکو ته یو وړاندیز کړې چې څرنگه د اوکراین د کړکیچ په حل کې مرسته وکړي. «زود دویچه څایتونگ» په خپله یوه مقاله کې لیکلي دي چې خبره په اقتصادي همکارۍ پوره اړه نیسي.

https://p.dw.com/p/1EPeb
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمانۍ ورځپاڼې «زود دویچه څایتونگ» چې له مونشن څخه خپریږي، د معلوماتو له مخې د آلمان حکومت د اوکراین د بن بست سره مخامخ شوي کړکیچ د حل په موخه مسکو ته له اقتصادي همکارۍ څخه نیولی تر د یوې تجارتي حوزې جوړلو وړاندیز کړی دی.

د ورځپانې په رپوټ کې راغلي دي چې صدراعظمې انگلا مېرکل د سویس په «داووس» کې د اقتصاد د سترې سرمشریزې په غونډه کې د اروپا د اتحادیې او مسکو تر نفوذ لاندې د «اروپايي - آسیايي اتحاد» تر منځ په خبرو اترو کې د «یوې گډې تجارتي حوزې د جوړولو له پاره د همکاریو د امکاناتو په هکله وړاندیز کړی دی.» ورځپاڼه په خپل رپوټ کې یادونه کوي چې د دې په بدل کې مېرکل د اوکراین د کړکیچ د بشپړ حل له پاره له مسکو څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

صدراعظمی مېرکل په داووس کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: «موږ چمتو یو چې په هغې یوې تجارتي حوزې کې چی لمن یې له ولادیوستک څخه تر لزبن پورې پراخیږي او ولسمشر پوتین هم ترې یادونه کړې، همکاري وکړو. دا به زموږ هدف وي. د دې همکارۍ له پاره مونږ چمتو یو.» خو مېرکل د اوکراین په ختیځ کې د حکومت او د روسي پلوو یاغیانو ترمنځ نښتو ته په اشارې سره وویل: «خو په لومړي سر کې شرط دا دی چې اوربند هلته ټینگ شي، او اوکراین بیرته وتوانیږي له روسیې سره په خپله گډه پوله باندې بیرته کنترول تر لاسه کړي.»

«کرملین ته د وتلو د لارې موندل»

د د دغې ورځپاڼې په رپوټ کې وړاندې ویل شوي دي چې په عین وخت کې د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل، چې د مېرکل د صدارت مرستیال هم دی د اروپا په اتحادیه کې په دې هکله یو بحث پر لاره اچولې دی چې د اوکراین په ختیځ کې له جگړې څخه وروسته روسیې ته د څه شي وړاندیز کیدای شي. «زیود دویچه څایتونگ» وايي چې گابریل هم ویلي دي چې راتلونکی قدم به د یوې آزادې تجارتي حوزې په هکله وي. د زیگمار گابریل چې د سوسیال دیموکرات گوند مشر هم دی، له قوله نوموړې ورځپاڼې رپوټ ورکړی: «موږ باید روسیې ته د وتلو د یوې لارې وړاندیز وکړو.»

اوربند باید ټینگ شي!

د نوموړۍ آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د آلمان دغه دواړه لوړ پوړي سیاستوالان او په ائتلافي حکومت کې ملگري، له روسیې سره د اوږد مهاله تجارت سره لیوالتیا لري. خو د هغوی له وینا څخه دغې ورځپاڼې یادونه کړې چې روسیه باید د مېنسک د تړون شرايط د عمل په ډگر کې پلي کړي. د نوموړي تړون له مخې اوکراین، روسیې او روسي پلوو بیلتون غوښتونکو د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې پر یوه اوربند موافقه وکړه، خو تر اوسه پورې دغه اوربند په سمه توگه مراعات شوی نه دی.

د روسیې له خوا د کریمیا د نیمه ټاپو الحاق د آلمان صدراعظمې یو ځل بیا وغانده او هغه یې غیر قانوني وگاڼه. د «زیود دویچن څایتونگ» په رپوټ کې راغلي دي چې مېرکل وویل چې د روسیې پر ضد به اقتصادي بندیزونه هغه وخت لیرې کړای شي چې شرایط پوره کړای شي. خو هغې یادونه کړې چې «له بده مرغه دغه شرایط تر اوسه پوره شوي نه دي.»