1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: موږ له تروريزم څخه پياوړي يو

۱۳۹۵ دی ۱۱, شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د آلمان پر ولس غږ وکړ چې نوي کال ته دې خوشبينه واوسي او د تروريزم په وړاندې دې غښتلي پاته شي. خو د ۲۰۱۷ کال له پاره يې د نوو امنيتي تدابيرو اعلان هم وکړ.

https://p.dw.com/p/2V53Z
Deustchland | Neujahrsansprache BK Merkel im Bundeskanzleramt
انځور: REUTERS/M. Schreiber

 کال پای ته رسيږي، ۲۰۱۷ کال راروان دی. د نوي کال په پلمه په خپله وينا کې انګلا مېرکل «د سختو ازموينو هغه کال» ياد کړ چې جرمنيانو اوس شا ته پرې ايښی دی. په دې برخه کې اسلامپاله ترهګري «پرته له شکه» د هغې په وينا «تر ټولو سخت امتخان» وو. د کال په اوږدو کې څو وارې تروريستي عاملينو بريدونه کړي ول، که هغه په وورڅبورګ، انسبخ يا د دسمبر مياشتې په نيمايي کې په برلين کې وو. د برلين په يوه کريسمس بازار باندې په تر سره شوي بريد کې دولس انسانان ووژل شول کله چې تونسي الاصله بريدګر، انيس عامري، يوه لارۍ د انسانانو په يوې لويې ډلې باندې وروستله. نوموړی ۲۳ کلن عامل د کډوال په صفت جرمني ته راغلی وو. صدراعظمې وويل «تر ټولو ترخه او د کرکې وړ» خبره دا ده چې تروريستي بريدونه د هغو انسانانو له خوا تر سره شي چې د دې په خبره «زموږ په هېواد کې ګويا د پناه په لټه کې دي.» د هغې د څرګندونو له مخې د آلمانانو له خوا مرستو ته چمتووالی او هر هغه څوک چې «په رښتيا سره زموږ له خوا حفاظت ته اړتيا او د تر لاسه کولو حق يې هم لري» د دغه راز ناوړه کارونو له لارې «رټل» کيږي. 

ډاډمنتيا او قاطعيت

تر اوسه پورې په آلمان کې د وژل شوو او ژوبل شوو قربانيانو له کبله خفګان او وير خپاره دي. دغه خبره د نوي کال په وينا کې هم څرګنده شوه. خو د دغه خفګان تر څنګ د آلمان لومړۍ وزيره خوشبينه هم ده. انګلا مېرکل په دې اړه داسې وويل: «زه ټينګه اراده لرم چې د تروريستانو د قهر او غوسې نړۍ ته زموږ انسانيت او زموږ يووالی هم په ياد ورولم.»

په حقيقت کې صدراعظمه او د «سي ډي يو» ګوند مشره په خپل پيغام کې د کډوالو اوسنی سياست پسې تعقيبوي او تائيدوي يې. د مېرکل په خبره تروريستان يوازې «د قهره ډک قاتلين» دي، چې د يو حقوقي دولت شتون او دموکراسي يې په وړاندې درېدلی شي. مېرکل وويل: «زموږ ارزښتونه به تل د تروريزم څخه لا پياوړي وي.» مېرکل په خپله دغه وينا کې چې د نوي کال په شپه خپرېدونکې ده، د نوو تدابيرو د پلي کولو اعلان هم وکړ، هغې وويل:
«په ۲۰۱۷ کال کې به د آلمان حکومت په هغو ساحو کې چې سياسي پرېکړو او د قوانينو بدلون ته اړتيا وي، ډېر ژر لازم تدابير په لاره واچوي او عملي به يې کړو.»

دموکراسۍ او انسانانو ته خدمت کول

د نوي کال له پاره صدراعظمې د لا ډېر يووالي او اتفاق او همداراز د دموکراسۍ د لا پياوړتيا هيله وکړه. د هغې په خبره ډېر انسانان داسې تصور لري چې په ۲۰۱۶ کال کې نړۍ ډېره لاندې باندې شوې ده. تر دې حده چې د اروپايي اتحاديې او پارلماني دموکراسۍ په څېر لاسته راوړنې تر سوال لاندې راوستل کيږي چې ګويا هغه د خپلو وګړو اصلي علايق له پامه غورځوي. د صدراعظمې تبصره په دې اړه دا وه: «دا څومره عجيبه او اوښتي تصورات دي.» د هغې په خبره د اروپا تصميم ګيري ډېره ورو او پېچلې ده. خو: «موږ آلمانان بايد هيڅکله ځانونه ونه غولوو چې ګوندې په ملي ځانځاني وړاندې تګ کې به يوه نېکمرغه راتلونکې ولرو.»
د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر مياشت کې په آلمان کې پارلماني انتخابات تر سره کېدونکي دي. د مېرکل په خبره پارلماني دموکراسي «تضاد او د خپلې رايې اظهار» ته اړتيا لري. خو دا هر څه بايد په سوله يز ډول او د متقابل احترام په فضا کې تر سره شي.

پر ورته موضوع زموږ انځوریز البوم(20.12.2016)