مېرکل له عباس سره په دافوس کې وليدل
۱۳۸۵ بهمن ۶, جمعهاعلان
مېرکل عباس ته د يو وياند په قول د يو فلسطني دولت په جوړولو کې د مرستې ژمنه کړې ده. مېرکل همداراز دغه هيله څرگنده کړه چې اروپا به د ملگرو ملتونو، متحده آيالاتو او روسيې په شمول د څلوراړخيزو خبرو اترو په لړ کې د سولې د بهير په تقويه کولو کې رغنده ونډه واخلي. عباس په ځواب کې وويل چې هغه دغو هڅو ته سترگې په لار دی په داسې حال کې چې آلمان د اورپايي اتحاديې د شورا مشري هم په غاړه لري.