1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د عربي نړۍ ناقراريو اندېښمنه کړې ده

۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبه

د المان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل د جمعې په ورځ په اسلامي هيوادونو کې د ناکراريو د رامنځته کېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړه. دغه نا کرارۍ د اسلام ضد فلم تر خپریدو وروسته پېل سوې.

https://p.dw.com/p/169eO
انځور: Reuters

انگلا مېرکل هغه پېښه وغندله چې په ترڅ کې ئې د سودان په پلازمېنه خارطوم کې مظاهره کوونکو د المان پر سفارت بريد کړی وو. په دغه پېښه کې مظاهره کوونکي د المان سفارت ته ننوتل او هلته ئې د سفارت په انگړ کې اور بل کړ. مېرکل جمعې په ورځ وویل:

« د عربي نړۍ ناقراريو زه له ويرو سره مخامخ کړې يم. زه په کلکه هغه پېښې غندم چې په کې په خارطوم کې د المان پر سفارت او همدا راز د متحده ايالتونو پر بیلابیلو سفارتونو باندې بريدونه شوي دي.»

مېرکل په خپله اعلاميه کې وويل چې «تاو تريخوالی هيڅکله د سياسي مباحثې ځای نه شي نيولای.» هغه زیاته کړه: «ديني توندلاريتوب بايد برلاسی نه شي. المان د دينونو د خپلمنځي احترام او رغنده خبرو اترو ته ژمن هيواد دئ.»

د المان د بهرنيو چارو وزير ویستر ویله، پر سودان باندې غږ کړی چې له نړیوالو اصولو سره سم د المان د سفارت امنيت بیرته تامين کړي. وېسترویله زياته کړې: «زه د اسلام د ضد فلم سخته غندنه کوم خو بيا هم دغه فلم د تاوتريخوالي له پاره دليل نه شي کېدای.»

د المان د بهرنيو چارو وزير وويل چې په دې خوښ دئ چې د المان د سفارت کارکوونکو ته د سودان په پېښه کې هيڅ تاوان نه دئ رسېدلی. تر دې څخه مخکې د فرانس پرس یوه خبربال خبر ورکړی وو چې د څه باندې پنځه زرو مظاهره کوونکو يوې ډلې په خارطوم کې د المان او بريتانيې پر سفارتونو باندې برید کړی دئ.

د دغه راپور پر اساس يوه په غوسه ډله د المان د سفارت ودانۍ ته ننوتلې او هغې ته ئې زیان رسولی دئ. زياته سوې ده چې هلته اور هم واچول سوی دئ. په راپور کې راغلي وو چې پوليسو له اوښکې بهوونکي گاز په مرسته د دغې ډلې د مخ نيوي ناکامه هڅه هم کړې وه.

د سودان د بهرنيو چارو وزير علي کارتي، د المان وزير ته په تليفون کې ډاډ ورکړی دئ چې د المان د سفارت امنيت به ټینگ کړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش