1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اوکراین د خاورې بشپړتیا باید وساتله شي»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ شهریور ۱, شنبه

کیف ته د آلمان د صدراعظمې د سفر له پیل سره د اوکراین له ختیځ څخه د روسیې د مرستې کاروان بیرته په وتلو پیل وکړ. مېرکل د اوکراین له ولسمشر سره له لیدنې کتنې وروسته وویل چې د اوکراین کړکیچ باید په سوله ییزه توگه حل شي.

https://p.dw.com/p/1Czjs
انځور: Reuters

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د وینا له مخې د نوموړي هیواد د مرستې یو کاروان چې د جمعې په ورځ د اوکراین ختیځ ته د کیف د حکومت له اجازه پرته ننوتلی وو، اوس بیرته له لوهانسک څخه په وتلو پیل کړی. د اوکراین او روسیی په گډه پوله کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکي پلاوي مشر پاول پیکارد، او د روسیې سرحدي محافظینو تصدیق کړه چې سپینې رنگ شوې لارۍ بیرته له پولې څخه د روسیی خواته تیرې شوي دي.

نوموړی کاروان پرون ماښام ناوخته د اوکراین ختیځ لوهانسک سیمې ته چیرته چې یاغیان کنترول لري، داخل شوی وو. د اوکراین حکومت ویره څرگنده کړې وه چې ماسکو ښایی په دغو لاریو کې وسلی پټې کړې وي تر څو په قاچاقي توگه یی یاغیانو ته ورسوي.

مېرکل په کیف کې

په دې ترڅ کې د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل، په کیف کې د اوکراین له ولسمشر پېترو پوروشینکو، سره ولیدل. د خپلې لیدنې کتنې په سر کې مېرکل وویل چې هغه اوکراین ته په «یو ډیر سخت وخت کې سفر کوي، هغه یو وخت چې د دې هیواد د خاورې بشپړتیا پورې اړه نیسي.» مېرکل یادونه وکړه چې هغه غواړي له دې سفر سره له اوکراین سره د سولې په لاره کې د خپل هیواد ملاتړ څرگند کړي. مېرکل وویل چې د اوکراین د «خاورې د بشپړتیا» خوندي ساتل د آلمان د بهرنۍ پالیسۍ یو ستر هدف دی.

مېرکل چې د اوکراین د کړکیچ له پیل راهیسې د لومړي ځل له پاره دغه هیواد ته سفر کوي، پر ماسکو باندی غږ وکړ چې له اوکراین سره د سولې په يوه پلان کې مرسته وکړي. مېرکل وویل که چیرې یوازې یو اړخ له یو دیپلوماتیک حل سره لیوالتیا ولري، دا ډول سوله بریالیتوب ته نه رسیږي. د المان صدراعظمی وویل: «دوه اړخونه باید موجود وي چی بریالیتوب تر لاسه شي. تاسی په یوازیتوب سره څه لاس ته راوړای نه شئ.» هغې یادونه وکړه: «زه هیله منده یم چې له روسیې سره خبرې یو بریالیتوب ته ورسیږي».

د جمعې په ورځ د کیف د اجازې پرته د روسیې د مرستو یو کاروان اوکراین ته ننوت
د جمعې په ورځ د کیف د اجازې پرته د روسیې د مرستو یو کاروان اوکراین ته ننوتانځور: Reuters

د آلمان صدراعظمه چې له میاشتو راهیسې د اوکراین د کړکیچ د حل له پاره په منځگړتوب کې مخکښ نقش لوبوي وویل چې د اوکرایني ځواکونو او روسي پلوو بېلتون غوښتونکو تر منځ د یوه ټینگ اوربند د رامنځ ته کولو پر وړاندې ستر خنډ د اوکراین او د روسیې تر منځ د پولو نه کنترول دی.

لویدیځ هیوادونه وایي چې ښکاره شواهد موجود دي چې له دغو پولو څخه روسي پلوو یاغیانو ته وسلې رسول کیږي. خو مسکو دا ردوي چې روسیه دې په دې مسأله کې مستقیم یا غیر مستقیم لاس ولري.

په کیف کې د آلمان له صدراعظمې مېرکل، سره له لیدنې کتنې څخه وروسته د اوکراین ولسشمر پېترو پوروشینکو، وویل چې هغه به د سولې له پاره د خپلې خاورې «بشپړتیا» قرباني نه کړي. پوروشینکو په کیف کې خبریالانو ته وویل: «نن په دونباس (ختیځ اوکراین) کې د سولې وخت رارسیدلی. اوکراین به له خپلو اروپایي شریکانو او ټولې نړۍ سره په گډه زیار وباسي چې دا کار وشي، خو نه د اوکراین د خپلواکمنۍ، د خاوری د بشپړتیا او خپلواکۍ په بېه.» د اوکرایین ولسمشر وویل: «جگړه زموږ انتخاب نه وو. جگړه پرموږ تپل شوې ده.»

پر مسکو نړیوال فشار

اوکراین ته د خپل سفر له پیل څخه مخکې د آلمان صدراعظمې د جمعی په ورځ ویلي وو چې اوکرایین ته پرته له اجازې څخه د روسیې د مرستې د کاروان له تیریدو سره، مسکو د اوکراین لانجه نوره هم کړکیچنه کړه. هغې دغه موضوع د روسیې، امریکا متحده ایالاتو او د اوکراین له ولسمشرانو سره په تلیفوني تماسونو کې هم عنوان کړه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د مېرکل دغه نیوکه رده کړې وه.

متحده ایالاتو له روسیې څخه وغوښتل چې سمدلاسه له اوکراین څخه خپلې نقلیه وسیلې وباسي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، هم په دې هکله خپله ژوره اندیښنه څرگنده کړې وه.

د اوکراین کړکیچ د روسیې او لویدیځ اړېکې د سړی جگړی زمانې سطحې ته ورسولې او لویدیح یې مجبوره کړ چې د روسیې پر ضد یو لړ سخت اقتصادي بندیزونه ولگوي.