1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مېرکل باید له اوکراین سره هم مرسته وکړي»

مسعود جهش (dpa, afp)۱۳۹۳ تیر ۲, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشینکو د آلمان له صدراعظمې څخه غوښتي دي چې د اوکراین په ختیځ کې د روان کړکیچ دحلولو له پاره پیاوړې هڅي وکړي. په لوکسمبورگ کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران هم پر دغه موضوع غږیږي.

https://p.dw.com/p/1COGl
انځور: picture-alliance/dpa

د اوکراین نوي ټاکل شوي ولسمشر پېترو پوروشینکو له خوا په یوه بیانیه کې راغلي دي چې د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل او نورو دولتي مشرانو شخصي هڅې او مرسته د اوکراین د کړکیچ د ختمولو له پاره ډیرې مهمې دي.

تر دې مخکې پوروشینکو له انگلا میرکل، سره د تلیفون پر کرښه خبرې کړې وي. د اوکراین نوي ټاکل شوي ولسمشر ویلي دي چې میرکل د هغه د سولې د پلان ملاتړ کړی دی.

پوروشینکو هیله څرگنده کړې ده چې آلمان به د دونیسک او لوهانسک د بنسټونو په بیا رغونه کې له اوکراین سره مرسته وکړي. د اوکراین په ختیځو برخو کې د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ جگړه روانه ده.

کیف: اوربند څو وارې مات شوی دی

پوروشینکو له میرکل سره په خبرو کې د لومړي ځل له پاره دا تور څرگند کړ چې د جمعې په ورځ د هغه له خوا یو اړخیزه اعلان شوی اوربند په ۲۴ ساعتونو کې له یوه وار ډیر مات شوی دی. له دې سره سره چې د شنبې او یکشنبې پر ورځو د ټاکنونو او درنو وسلو د استعمالیدو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي، خو وخت نا وخت په سیمه کې د وړو نښتو رپوټونه ورکول کیږي. پوځ او بیلتون غوښتونکي دواړه پر یو بل باندې د دغه اوربند د ماتولو تورونه لگوي.

له منځلارو ډلو سره خبرې اترې

د پوروشینکو د سولې د پلان د یوې برخې په توگه دا هم شامل دي چې یاغیان باید خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او له دولتي ودانیو څخه چې دوی نیولي دي، ووځي. پر دې سربیره باید یاغیان بندیان او هغه کسان چې دوی برمته نیولي دي هم آزاد کړي. په دغو کسانو د اروپا د سولې او امنیت د همکارۍ سازمان (OSCE) غړي هم شامل دي.

د روسیې پر ضد نوي بندیزونه؟

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې د اوکراین د کړکیچ پر حل لارو باندې خبرې اترې وکړي. هغوی په یوې بیانیه کې پر روسیې باندې غږ کړی دی چې د پروشینکو د سولې د پلان ملاتړ وکړي. پر دې سربیره پر مسکو باندې غږ شوی دی چې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له هر رنگه ملاتړ څخه لاس واخلي. دا چې اروپایي ټولنه به پر روسیې باندې نوي بندیزونه وضعه کړي او که نه ښايي په وضعیت کې له نوو تحولاتو سره تړلې خبره وي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل گواښ کړی وو چې که روسیه د اوکراین د کړکیچ د آرامولو له پاره مثبت گامونه پورته نه کړي نو کیدای شي چې پر دغه هیواد باندې بندیزونه لا پسې سخت شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب