مېرکل او اوباما پر زياتو موضوعاتو همږغي ښودلې
۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبه
د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل ويلي دي چي د مهاجرو د بحران د قابو کولو، د سوريې او اوکراين د لانجو د حل او د چاپيريال ساتنې پر موضوعاتو د ولسمشر اوباما سره همنظره ده.
نوموړې و آلمان ته د بارک اوباما د سفر په تړاو وويل چي دغه سفر «ستراتيژيک اهميت» لري. مېرکل زياته کړه چي د امريکا متحده ايالات د ۴۰ کالو وروسته يو ځل بيا د آلمان په تر ټولو لوی تجارتي شريک هيواد اوښتی دی. مېرکل وويل چي اوس وخت رارسېدلی چي د اتلانتک سمندر د دواړو اړخونو تر منځ شراکت بيا نوی کړل سي. مېرکل او اوباما دواړه د ټيټيپ په نوم د آزاد تجارت د تړون د لاسليک کېدو پلويتوب کوي.
ټيټيپ ناندريزه موضوع
په آلمان کې د ټيټيپ تړون يوه ناندريزه موضوع ده. د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۳مه نېټه) د آلمان په هانوور ښار کي په لسګونو زرو انسانانو د دغه تړون پر ضد مظاهره وکړه. مېرکل او اوباما ترمخه لا د تړون په پلويتوب خبرې کړې وې، چې د دوی په خبره د اتلانتيک يا اطلس سمندر دواړو غاړو ته يې په مرسته د روزګار نوي کارځايونه رامنځ ته کيږي. انتقاد کوونکي بيا استدلال کوي چې د متحدو آيالاتو د معيارونو راوستل د اروپا د معيارونو تر پښو لاندې کول دي.
د امريکا متحده آيالات په هانوور کي د سږ کال د صنعتي نندارتون مېلمه هېواد دی. دا لومړی ځل دی چې د متحدو آيالاتو يو ولسمشر د نړۍ د تر ټولو صنعتي نندارتون پرانيستنه تر سره کوي. ورپسې بيا د دواړو هېوادونو د اقتصاد له وتلو استازو سره د ماښام ډوډۍ په نظر کې نيول شوې ده.
وړه سرمشريزه
د دوشنبې ورځي د غرمې وروسته مېرکل يوې وړې سرمشريزې ته بلنه ورکړې ده چې د بريتانيې لومړی وزير ډيويډ کامرون، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د ايټاليې لومړی وزير ماتېو رېنزي به هم پکښي ګډون وکړي. په دغه سرمشريزه کې به هم ښايي د نړيوالو کړکېچونو، ترهګرۍ او د ټيټيپ د تړون په هکله خبرې وسي.
آلمان ته وروستی سفر؟
بارک اوباما د پنځم وار له پاره جرمني ته راغلي. دا به ښايي وروستی ځل وي چې اوباما د ولسمشر په توګه له آلمان څخه ليدنه کوي.
د باراک اوباما د ولسمشرۍ دوره د راتلونکي مېلادي کال ۲۰۱۷ په جنورۍ کي پای ته رسيږي. د روان کال د نوامبر په مياشته کي به په امريکا کي د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره سي، چي د هغه څخه وروسته به اوباما په جنورۍ مياشت کي له خپلې دندې پر شا سي. اوباما دوه واري پرله پسې د امريکا د ولسمشر په توګه وټاکل سو. خو د امریکا د اساسي قانون له مخي يو ولسمشر صرف دوه ځله د ولسمشر په توګه ټاکل کېدلای سي.