«میکروبونه تر درملو د قوي کیدو په حال کې دي»
۱۳۹۵ خرداد ۴, سهشنبهد بريتانيا د حکومت له خوا په تائید شوې څېړنه کې د هر ډول انتي بیوتیک اغېز د له منځه وړونکي باکتريا «سپربګ» د ډېرښت د مخنیوي لاري چاري سنجول شوي دي. دغه باکتریا د انتي بیوتیک په مقابل کې مقاومت پيدا کوي چې له امله يې یوه کوچنۍ ناروغي او یا زخم په یوې وژونکي ناروغۍ بدليږي.
ددغه څيړونکي کمېسیون مشر جم اونیل چې د اقتصادي چارو کارپوه هم دی، په دې اړه وايي: «اړینه ده چې دې ستونزي ته د اقتصادي ستونزي او یا امنیتي خطر په توګه وکتل شي او د ټولو دولتونو او حکومتونو مشران یې په خپل لومړيتوبونو کې شامل کړي.»
سربیره پر دې په دې څېړنه کې د انتي بیوتیک د بې ځایه استعمال پر کمښت ټینګار هم شوی دی. دوی ويلي دي چې د ښه تشخیص له لاري باید د زیاتو درملو کارول محدود کړل شي او په نړۍ کې بايد د عامه پوهاوي له پاره کمپاینونه وشي.
پر دې هم ټینګار شوی دی چې د میکروب وژونکې نویو درملو د جوړولو له پاره څيړونکي باید تشویق شي او ددې ډول څېړونو له پاره په نړۍ کي مالي بوديجې ځانګړي شي.
ددې لارو چارو د عملي کولو له پاره په راتلونکو لسو کالو کې ۴۰ ميلیادر ډالرو ته اړتیا ده چې د دې تحقیق په حواله دا مصرف د هغه زیان په مقابل کې ډير کم دی چې د دې ستونزي له کبله پیښیدلای شي.
د اقتصادي کارپوهانو او د دې څېړني د مشر اونیل په حواله په۲۰۱۴م کال کې د دې تحقیق له پيلیدو راهیسې د میکروبونو پر وړاندي د مقاومت د نه لرولو له امله شا و خوا یو ميلیون انسانان مړه شوي دي.
په دې ترڅ کې د روغتیا نړیوالي ادارې لا دمخه خبرداری ورکړی چې د میکروبونو پر ضد د مقاومت کمښت به انسانان یووار بیا له هغه حالت سره مخامخ کړي چې انتي بیوتک نه ول کشف شوي او په زرونو انسانانو به د ساري ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکاوه.